1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: افغان ولسمشر لویدیځ ته خپل زور ښېي

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنج شنبې په ورځ له بهرنیو ځواکونو څخه افغانانو ته د بګرام زندان د مسئولیت سپارلو غوښتنه وکړه. ښايي دا د افغان حکومت له خوا د سولي په بهیر کي د نه شاملېدلو په وړاندي د قهر ښوول وي.

https://p.dw.com/p/13f67
ولسمشر کرزي د یوې میاشتې په ترڅ کې د بګرام د زندان د مسؤلیت د انتقال امر کړی دی.
ولسمشر کرزي د یوې میاشتې په ترڅ کې د بګرام د زندان د مسؤلیت د انتقال امر کړی دی.انځور: picture-alliance/dpa

ولسمشر کرزي د یوې میاشتي په ترځ کي له بهرنیو څخه افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د مسئولیت سپارلو امر کړی دئ. د بګرام زندان ته د افغانستان د ګوانتانامو لقب هم ورکړل شوی دئ. ولسمشر کرزي له هغه وروسته د دغه زندان د مسئولیت د ور سپارلو امر وکړ چي پکښي د بشر حقونو د تر پښو لاندي کولو رپورټونه خپاره شول.

په همدې حال کي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د یوې کاناډاېي امنیتي کمپنۍ دوه بریتانیاوي کارکوونکي د غیر قانوني وسلو درلودلو په تور ونیول او وئې ويل چي دغه امنیتي کمپنۍ به ډیر ژر وتړله شي.

دا په داسې حال کي ده چې طالبانو په روانه اونۍ کې په قطر کي د خپل سیاسي دفتر د پرانستلو خبر ورکړ. د دغه دفتر په پرانستلو سره به د طالبانو او غربي هیوادونو تر منځ د سولي خبري اتري پیل شي. خو کرزي ته نزدې کسان واېي چې ولسمشر د سولي روان بهیر خواشینی کړی دئ، ځکه چي په دغه بهیر کي افغان دولت ځای نه دئ ورکړل سوی.

یوه چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې ویلي دي چې په افغانستان کې د سولي هر هغه بهیر بې معنا دئ چې افغان حکومت ئې مشري پر غاړه و نه لري. دغه چارواکي زیاته کړې ده چي تر اوسه پوري افغانستان د سولي په بهیر کې نه دئ ور ګډ سوی.

چارواکي او څیړونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې وروستۍ پیښي د سولي له بهیر سره تړاو لري. د افغانستان د چارو کارپوه، وحید مژده، وایي چي کرزی غواړي په دغه شان کارونو سره د خپل حکومت ارزښت وښيي:

«ولسمشر کرزی غواړي امریکایانو ته وښيي چې په وروستیو پیښو کي د افغانستان د حکومت رول باید له ياده و نه ایستل شي.»

په همدې حال کې بیا متحده ایالاتو ویلي دي چې افغان حکومت ته به د بګرام د زندان مسئولیت په مسئولانه ډول انتقال کړي. د ولسمشر کرزي د دفتر په حواله کرزي له هغه وروسته افغانانو ته د بګرام د زندان د تسلیمېدو امر صادر کړ چې په دغه زندان کې ئې د بشري حقونو د تر پښو لاندي کیدو په اړه یو رپوټ تر لاسه کړ.

د بګرام زندان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو. په ۲۰۱۰ کال کې بیا افغان حکومت اعلان وکړ چې له متحده ایالاتو سره داسي یوې موافقې ته رسیدلی دئ چې په ترڅ کي به ئې د بګرام د زندان مسئولیت افغانانو ته وسپارل شي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه، ودیر ساپی، واېي چې کرزی غواړي له خپل وروستي اعلان سره پر امریکایانو فشارونه ډیر کړي او هغوی ته دا خبره ورسوي چې افغانستان د سولي له بهیر څخه باید ليري پرې نه ښوول شي. د ساپي په خبره کرزی په دې کار سره غواړي طالبانو ته وښيي چې افغان حکومت په مستقله توګه د عمل کولو توان لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض