کابل: 15 بنديان اعدام شوي، م م پرې نيوکې کوي
۱۳۸۶ مهر ۱۷, سهشنبهاعلان
دغه څرگندونې د ولسمشر وياند، ښاغلي همايون حميد زاده د سه شنبې په ورځ وکړې. دغه خلک د دغسې جرمونو په تور نيول شوي وو لکه قتل، برمته نيونې او يا غلاوې. لږ تر لږه دوو تنو ښايي د وياند په خبره له طالبانو او القاعدې سره اړيکې درلودې وي. د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيگس په دغه راز اعمالو او اعدامونو نيوکې وکړې. ملگرو ملتونو څو څو ځلې د اعدام د حکم په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې. ښاغلي حميد زاده غبرگه کړه چې افغان حکومت به سره له دې دغه حکم په راتلونکي کې هم تطبيقوي. ويل يې چې افغانستان د يو خپلواک دولت په توگه د دې حق لري. خو تر دې وړاندې د طالبانو د رژيم د راپرځېدو راهيسې يوازې يو ځل بنديان اعدام شوي وو.