کابل کې د ښځو په نړیوالي ورځ لاریون وشو
۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبهد ښځو د ټولني مشرې فتانه ګیلاني، دغه لاریون ته د وینا پر مهال د عالماوو د شورا وروستۍ اعلامیه رد کړه او ویویل چې دا د ښځو پر وړاندي ستر ګواښ دﺉ.
د اغلې ګیلاني په خبره افغان میرمني به چوپه خوله پاته نه شي او خپلو حقونو ته د رسیدو په لاره کې به مبارزه وکړي.
له طالبانو سره د سولي بهیر د یو شمیر ښځو په منځ اندېښني رامنځ ته کړي دي. دغه ښځي اندیښنه لري چې په وروستیو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې د هغوی لاس ته راوړنې به د دغه بهیر قرباني شي.
فتانه ګیلاني وویل چې افغان میرمني په افغانستان کې د سولي ټینګښت ته ژمني دي او په هیواد کې د جګړي پای غواړي. د مارچ د اتمي نیټې په مناسبت په داسي حال کې په کابل ښار کې لاریون کیږي چې دا ورځ د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د غونډو په ترڅ کې ولمانځله شوه.
په دغو غونډو کې چارواکو یو ځل بیا ژمني وکړي چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې به هلي ځلي وکړي.
د ولسي جرګي پخوانۍ غړۍ ملالۍ شینوارې وايي چې په تیرو لسو کلونو کې نه یواځي د میرمنو پر وړاندي تاوتریخوالی کم شوی نه دﺉ بلکه ورځ تر بلي د زیاتیدو په حال کې دﺉ. اغلي شینوارې دویچه ویله سره په خبرو کې د مارچ پر اتمه د ښځو حقونو څخه د دفاع په نوم غونډي او مراسم سمبولیک وبلل.
د ملگرو ملتونو اعلامیه
د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان هم د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د قانون په سمه توګه د پلي کیدو غوښتنه وکړه. د یوناما د بشري حقونو څانګې ویلي دی چې تر هغه وخته چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی روان وي، په دغه هیواد کې پرمختګ ناشونی دﺉ.
د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ۲۰۱۱ کال کې ولسي جرګي تصویب کړ چې له مخې ئې په کم عمر کې ودونه، جبري ودونه، د میرمنو خرڅلاو، په بدو کې ورکول او دې ته ورته پر میرمنو باندي د زورزیاتي نور ټول موارد په ټینګه منع شوي دي.
محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش