کابل: په سر پل کي وژل سوي کسان ملکيان ول
۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبهتېره دوشنبه(د اپرېل پر 4مه نېټه) ناټو ويلي ول چي، د سرپل د صياد په ولسوالۍ کي د دوی د عملياتو په ترځ کي وژل سوي کسان وسله وال ول.
خو د سرپل والي انور رحمتي بيا ادعا کړې وه چي وژل سوي کسان ملکي خلک دي. هغه وخت رحمتي ويلي ول چي د ناټو عسکر چي په الوتکو کي راغلي ول 4 ولسي کسان يې وژلي او څلور نور يې د ځان سره بېولي دي.
هغه وخت ناټو دا هم ويلي ول چي د دغو ماښامنيو عملياتو څخه يې دا موخه وه چي پدغه ولايت کي د طالبانو لخوا ټاکل سوی والي په نخښه کړي. ناټو زیاته کړې وه چي دغه کس په ځانمرگو بريدونو کي لاس لري.
تر دغو مختلفو معلومات وروسته د کرزي لخوا د پلټنو امر وسو چي د پيښي حقايق معلوم کړي. همدا دی چي د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ دفتر په يوه اعلاميه کي د خپلو پلټنو پايلي خپرې کړي دي.
د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چي افغان حکومت ته اوس جوته سوېده چي وژل سوي کسال وسله وال نه، بلکي ملکيان دي. پدې ترځ کي زياته سوې چي، و سيمي ته لېږدول سوي پلاوي د سيمه ييزو خلکو او عيني شاهدانو سره خبري کړي دي.
د نړيوال ځواک ايساف يوه وياند ويلي دي چي، په سمدلاسه توگه ايساف د ولسمشرۍ د دفتر په نوې اعلاميه کي د راغلو معلومات په هکله څه نه سي ويلای.
د کرزي د دفتر په اعلاميه کي ويل سوي چي افغان ولسمشر د ولسي کسانو وژنه سخته غندي او دا چي دغه ډول وژني د ترهگرۍ په وړاندي جگړه کي د گټي پر ځای تاوان رسوي.
خو دا لومړی ځل ندی چي د ولسي کسانو د مرگ ژوبلي پر سر افغان چارواکي او د ناټو ځواکونو بېل معلومات وړاندي کوي. د ولسي کسانو وژنه د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو تر منځ يوه جنجالي موضوع پاته سوېده.
آژانسونه/احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل