کابل: د کړکېچ د ډلي رپوټ بې بنسټه دئ
۱۳۹۱ فروردین ۸, سهشنبهدغي ډلي تیره ورځ په یوه څېړنيز رپوټ کي اعلام کړی دئ چې وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د کورنۍ جګړې د پیلېدو شونتیا لیدل کیږي.
د بحران ډلي دغه راز له وسله والو طالبانو سره د سولي په خبرو کي شک ښوولی دئ او ویلي ئې دي چې حکومت په دغه برخه کې قوي اراده هم نه لري.
خو افغان حکومت د کړکېچ د نړیوالي ډلي رپوټ پر ناسمو شمیرو ولاړ بللی دئ.
حکومت وایې په هيواد کي ئې د کورنۍ جګړې د پیلیدو شونتیا ځکه نه لیدل کیږي چې ډیری هیوادونو له افغانستان سره د ثبات په برخه کې مهم ستراتیژیک تړونونه لري او ترڅنګ ئې کورني ځواکونه د غښتلي کیدوپه حال کې دي.
د جمهوري ریاست د وياند مرستیال سیامک هروي وایې چي د کړکیچ نړیوالي ډلي یاد راپور دوي نه مني ځکه له یوه لوري په هيوا کې د سیاسي ډیالوګ له پاره کار روان دئ او له بل لوري افغانستان اوس يو قوی امنيتي ځواک لري.
«د افغانستان حکومت د کړکېچ د نړیوالي ډلي دا راپور ردوي، په دې چې افغانستان اوس د نړیوالي ټولني کلک ملاتړ له ځان سره لري، او بله خبره دا چې اوس افغانستان د نویمي لسیزي په څیر هیواد نه دئ ځکه اوس امنیتي ځواکونه لري او حکومتي اداري فعالي دي».
د کړکېچ ډلي دغه راز د سولي له پاره د افغان حکومت پر ارادې هم شک ښوولی دئ او ويلي ئې دي چې په حکومت کې ډيري کړۍ له یاغي طالبانو سره د سولي له پاره اړخ نه لګوي.
په دغه راپور کي د افغانستان د پوځ په لیکو کې د زور پالو نفوذ چې په یو شمیر مواردو کې د بهرنیو صاحب منصبانو د وژني لامل شوي دئ ویره ونکې مسئله بولي.
خو په کابل کي د بریتانيا سفیر بیا وایي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د کورنۍ جګړې شونتیا نه ویني ځکه افغانستان به لا هم د نړیوالي ټولني ملاتړ له ځان سره ولري او یو شمېر بهرني ځواکونه به لا هم په افغانستان کي پاته وي.
«دا به ګرانه وي چې د سبا په اړه نن قضاوت وکړو، خو هغه خبره چي روښانه ده هغه دا ده، چي د بریتانیا حکومت د افغانستان کلک ملاتړ کوي او نړیوال متحدین او د ناټو تړون به هیڅ کله هم افغانستان دې ته پرېنږدي چې د بدبختۍ کندي ته ور ولویږي.»
د نړیوال بحران ډلي په داسي حال کي د کورنۍ جګړې وړاندوینه کړې ده چي د افغانستان د تقریباً نیمايي امنیتي چارو مسئولیت افغان حکومت ته سپارل شوی دئ.
کتونکي د کورنیو ځواکونو وړتیا هومره نه بولي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په یوازي سر د افغانستان حالات ترکنترول لاندي راولي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل