کابل د نړۍ د مسلمانو عالمانو غونډه جوړوي
۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبهد افغانستان د عالمانو او سولي شورا په گډه د دغي غونډي د جوړیدو له پاره مقدماتي هلي ځلي پیل کړي دي. د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف نن دوشنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۹) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له گاونډیو مسلمانو ملکونو لکه ایران، پاکستان او تاجيکستان سره یي هم په دې اړه خبري کړي او ځينو يې د دغې غونډي جوړیدو ته چمتو والی ښوولی دی:
«د پاکستان مذهبي مشرانو هم دا هوکړه وکړه چې د جگړې په لار کې نه، بلکي د سولي په لاره کې له تاسو سره پوره همکاري کوو، د پاکستان د جمیعت علمای اسلام او متحده مجلس عمل مشرانو رموږ سره په خپله وروستۍ کتنه کې پریکړه وکړه چې د عالمانو په لویه غونډه کې به پوره همکاري کوي.»
کشاف وايي، چي په دغه نړیواله غونډه کي به د نړۍ ټولو اسلامي هيوادونو عالمانو او دیني مخورو ته د گډون بلنه ورکړل شي.
د هغه په خبره، په غیر اسلامي ټولنه کې چي اوس د مسلمانانو نوم اخیستل کیږي نو هغوی داسي فکر کوي چې گويا مسلمانان ترهگر او د تندلارۍ پلویان دي. هغه وايي: «اسلام د سولي دین دی او هیڅ راز وژونکو اعمالو او تخریب کارنه بریدونو ته جواز نه ورکوي.»
افغان دولت د افراطیت پر ضد جگړه او همداراز د سولي د پروسې د گړنډي کولو په برخه کې پر گاونډي پاکستان باندي ډیره اتکا کوي. ځکه نو په دې لاره کې د پاکستاني مذهبي مشرانو رول ډیر اغیز ناک بولي.
د افغانستان د عالمانو شورا د مشر تابه په وینا، د اسلامي نړۍ د عالمانو په جوړیدونکي غونډه کې به د ځانمگرو بریدونو د غیر شرعي اړخ په اړه هم نړۍ ته روڼا واچول شي، چي هغه مسلمانان چې د ترهگریزو سازمانونو له لوري د ځانمرگو بریدونو له پاره کارول کیږي له دغو حملو را وگرځول شي.
قیام الدین کشاف همدا راز وویل، که څه هم تر اوسه پوري د دغي غونډي د جوړیدو ځای نه دی ټاکل شوی، خو وړاندیز يې دا دی، چي افغانستان، پاکستان او یا هم سعودي عربستان د دغي مهمي ناستي کوربه وي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چي افغان عالمان د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې په سیمه او نړۍ کې د سولي او یو د بل فرهنگ د منلو د رامنځته کیدو لامل گرځي.
د هغه په خبره، د افغانستان اوسنۍ لانجه یوازي د دغه هیواد په جغرافيې پوري تړلې نه ده، بلکې د سیمي او حتي ټولي نړۍ ستونزه شمیرل کیدای شي او دغي ستونزي ته باید په سیمه يیزه او نړیواله کچه د حل لاره پيدا شي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل