کابل او اسلام آباد زلزلې ولړزول
۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبهد افغان چارواکو په وینا د زلزلې له کبله په دغه هیواد کې درې کسان ټپیان شوي دي. د متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې د ادارې په وینا د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې وو.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیږي چې خلک له دفترونو تښتي او په ښوونځیو کې ماشومان د وارخطایي په حالت کې دي.
د یوه شخصي شرکت کارکوونکي رانا احمد علي، د اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې زلزله دومره پیاوړې وه چې د وارخطایي له کبله د لفټ پر ځای په زینه کښته شو، څو له ودانۍ ووځي.
د بلوچستان ایالت یوه حکومتي کارکوونکي عزت نظیر بلوچ، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په لسبیلا سیمه کې د له خټو جوړو کورونو د چتونو د رالویدو له کبله لږ تر لږه یوه نجلۍ وژل شوې ده.
دغه زلزله په کابل کې هم احساس شوې ده. د چارواکو په خبره په بدخشان ولایت کې لږ تر لږه د زلزلې له کبله درې تنه ټپیان شوي دي.
د بدخشان ولایت مرستیالي والي ګل محمد بیدار، ویلي دي چې لا تر اوسه یې دا جزئیات نه دي تر لاسه کړي چې دغه کسان څرنګه ټپیان شوي دي. د هغه په خبره د زلزلې له کبله د یو شمیر کورونو په دیوالونو کې درزونه رامنځ ته شوي دي.
بیدار په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې چارواکي په دې هڅه کې دي چې په جرم ولسوالۍ کې د رامنځ ته شوو زیانونو په هکله معلومات راټول کړي.
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي او همداشان د کشمیر په سیمه کې هم دغه زلزله احساس شوې ده. خو په دغو ځایونو کې په سملاسي توګه د ځاني او مالي زیانونو په هکله کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. په ۲۰۰۵م کال کې په پاکستان او کشمیر کې ۷،۶ درجې زلزلې په زرونو کسان وژلي وو.