ښایي سودان او جنوبي سودان یوې موافقې ته ورسیږي
۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبهاعلان
د جنوبي سودان پخواني ولسمشر تابو مبکي، د شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې سودان او جنوبي سودان پر دې راضي شوي دي چې د تیلو د پیسو د ورکړې شخړه پاې ته ورسوي او پر دې به هغه وخت خبري وکړي چې د شمال له لاري د سویل د تیلو صادرات له سره پیل شي.
جنوبي سودان چې یو صحرایي هیواد دئ د جنوري په میاشت کې د تیلو تولیدات وروسته له هغې ودرول چې له سوډان سره په دې جوړ جاړي ته و نه رسید چې د شمالي پایپونو له لارې خپل تیل صادر کړي نو څومره پیسې باید دې هیواد ته ورکړي.