ژوند ادامه لري، پر ځمکې باندې هیڅ هم و نه شول
۱۳۹۱ دی ۱, جمعهپه دغه وړاندوینه کي ويل سوي ول، چي له يوې استثنا سره به په فرانسه کي يو کوچنی کلی بيوګراش له هغه څخه سالم پاته سي.
د مايا د پخوانی قبيلې ستورو پيژندونکو، د لمر، سپوږمی او ستورو حرکتونه څارل. دوی د اقليم دوراني حرکتونه تعبير کړل، د ورځي او شپې توپيرونه، ګرمۍ ، يخونه ، بارانونه او وچکالۍ ګرده يې وڅيړل. وروسته نو دوی يو کال تعريف کړ، چي په ۱۸ واحدو کښي ۲۰ ورځي لري.
د کال په اخره کښي ۵ مقدسي ورځي وجود لري، چي په هغه کښي د پخوانۍ، اوسنی او راتلونکي زمانې په باب فکر وهل کېدا سي. په دې ډول نو د مايا د جنترۍ يو کال ۳۶۵ ورځي دي، لکه په اوسنيو معمولي جنتريو کښي هم.
خو مايا اوس نه يوازي د پخوانۍ زماني هغه خلګ دي چي په عادي کورو کښي يې ژوند کاوه، بلکي اوس يې جسدو او ارواحو هم ګرده دنيا وارخطا کړې ده. دغه قبيله د جنوبي امريکا د ګواتيمالا په هيواد کښي اوس هم اکثريت لري. دوی خپله ژبه ساتلې ده او په پخواني عنعنوي ډول، لکه زر کاله مخکي د دوی نيکه ګانو، خپل زراعت پر مخ بيايي. دوی غواړي يوازي ژوندي پاته سي او نه غواړي طبیعت خراب کړي.
په داسي حال کښي چي په اروپا کښي پخوانی مايا قبيلې وارخطايي رامنځته کړې ده، ځکه چي د پيشبينۍ پر اساس به يې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر پر ۲۱ نړي له منځه ولاړه سي او قيامت به سي، بيا د ګواتيمالا اوسنی مايا قبيله دغه موضوع عادي نيسي.
له اوسنۍ قبيلې څخه ماريا ماټي په هر صورت په دې عقيده نه ده، چي نن به نړۍ نابوديږي. دا وايي. چي موږ «واقعاً په دې عقيده يو چي يو بدلون به راسي، مګر نه په يوه معينه ورځ. هر شخص کولای سي د نړی د تحول او بدلون په برخه کښي رول ولري. بشريت بايد طبيعت او اقليم وساتي.»
هغه کلی بيا چي د مايا د قبيلې په وړاندوينه کښي له خرابيدو او نړيدو څخه په امان دی، د فرانسې د بيوګراش کلی نوميږي. له همدې کبله دغه کلي ته ډير ژورنالستان او فلم اخيستونکي ورغلي دي. دا نو د تعجب ځای نه دی چي د کلي ډيری اوسيدونکي عصباني او په قهر دي.
خو بيا هم ځيني کسان کوښښ کوي، چي د دنیا د ختميدو له کيسې څخه مثبته ګټه واخلي، يعني پيسې وګټي. يوې ښځي چي د واينو خرڅولو يو ميز يې ايښی دی، پکښي په اصطلاح د نړۍ د ختميدو او قيامت واين خرڅوي. هغه وايي: «د بيوګراش کلی به له منځه ولاړ نسي او قيامت به ورباندي رانسي. هغه به ستاسي سره کومک وکړي چي د نورو سيارو له خلکو سره خبري وکړی.»
په دغه کلي کښي اوس رستورانونه او دوکانونه ښه چليږي، ټوله کرايي کورونه ډک دي او حتی ځيني خلګ د استراحت کولو په سفري موټرانو کښي شپې تيروي.
په دغه سيمه کي اوس د غرمې يو خوراک ډوډۍ ۱۸ يورو خرڅيږي، چي دا د پخوا په پرتله څلور چنده گرانه ده. د يوه رستورانت خاوند پاتريک وايي، چي له گرانۍ سره سره يې رستورانت ډک دی:
«سړی بايد کوښښ وکړي، چي له اوضاع څخه مثبته ګټه واخلي، د دې پرځای چي په کور کښي پټ سي. ما بل هيڅ وخت دونه مکروفونونه نه وه ليدلي، زموږ په دغه ليري پراته ځای کښي هميشه داسي حالت نه راځي.»
له بلي خوا په ګواتيمالا کښي د مايا د اوسنی قبيلې يوې ګډې اعلاميې د نوي دوران په اړه خپل تشويش او هم اميدواري بيان کړې ده. په اعلاميه کښي راغلي دي چي «نړۍ، د طبيعت د خرابيدو، د اقليمي تغيراتو د عواقبو او مختلفو نباتي او حيواني اقسامو د له منځته تلو څخه خبري کوي. موږ د مايا قبيله، د طبيعت او نړۍ تغير احساسوو.»