ډېر لږ افغان مهاجرو ته د کورنيو راغوښتلو اجازه ورکړل سوې
۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبهآلمان ته په تيرو دوو کلونو کي راغلي تر ټولو زيات پناه غوښتونکي سوريايان او عراقيان دي. د آلمانې ورځپاڼي «نويه اوسنابريوکر څايټُنګ» د يو راپور له مخي هغه پناه غوښتونکي چي د خپلو کورنيو د رابللو په برخه کي تر نورو لږ چانس، افغانان او ايريتريايان دي.
يادي ورځپاڼي د خپل راپور د معلوماتو سرچينه د آلمان د حکومت هغه شمېرې يادي کړي چي د کيڼ اړخه ګوند د يوې پوښتني په جواب کي راغلي دي. په راپور کي راغلي دي چي له ۲۰۱۵م کال څخه بيا د ۲۰۱۷م کال تر منځ پوري يوازي ۳۰۰۰ افغانانو ته د دې له پاره د آلمان ويزه ورکړل سوې چي د خپلو کورنيو له پناه غوښتونکو غړو سره يوځای سي. دا په داسي حال کي چي په ياده موده کي د۳۰ زرو افغانانو د پناه غوښتنه منل سوې ده.
د راپور له مخي د ايريتريا مهاجر هم له دغه شان يوه برخه ليک سره مخامخ دي. په راپور کي راغلي دي چي په ياده موده کي د ايريتريا ۳۲ زره وګړو په آلمان کي پناه ترلاسه کړې خو يوازي۳۰۰ کسان آلمان ته د کورنۍ د غړو په توګه رابلل سوي دي.
په دې توګه له افغانستان څخه د راغلو پناه غوښتونکو د کورنيو د رابللو سلنه ۰،۱ او د ايريتريا د پناه غوښتونکو د کورنيو د رابللو سلنه ۰،۰۱ ده.
په آلمان کي د عراق او سوريې د پناه غوښتونکو د کورنيو نژدې ۷۰زره غړي تلاښ کوي چي آلمان ته د تگ ويزه ترلاسه او هلته د خپلو کورنيو له غړو سره يوځای سي.
په آلمان کي د عراق او سوريې تر مهاجرو وروسته په دوهمه برخه کي افغانان او ايريتريايان راځي چي د آلمان د قانون له مخي د دې حق لري چي کورنۍ يې ورته راوغوښتل سي.
دغه شمېرې په داسي حال کي خپرې سوي چي د آلمان له پاره د بديل ګوند مشر ګاولاند تېره اونۍ ادعا کړې وه چي په ۲۰۱۸م کال به دغه سلنه ۴ وي.
زموږ له ارشيف څخه: