1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیر شمیر سوریایي مهاجر په آلمان کې ټولنیزې مرستې ترلاسه کوي

۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبه

له هرو څلورو هغو سوریایانو څخه چې په آلمان کې ژوند کوي او د کار کولو عمر ته رسیدلي دي، درې تنه یي په بشپړ او یا هم قسمي ډول د Hartz IV په نوم ټولنیزو مرستو څخه ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3Q21Q
Deutschland Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان د کار آژانس د وروستیو احسایو له مخې په دې هیواد کې ۷۴،۹ سلنه سوریایان د حکومت له اجتماعي مرستو څخه ژوند کوي. د روان کال په جون میاشت کې د سوریایي اتباعو د بی روزګارۍ کچه له ۴۴،۲ سلنه سره لږ څه کمه شوې ده. یو کال مخکې دغه سنله ۴۹،۶ وه.

هغه کسان چې د ادغام په کورسونو او یا هم د مسلکي زده کړو په کورسونو کې دي بی روزګاره نه شمیرل کیږي، بلکې دا ډول کسان د لږ یا نیمه کار درلودونکو کسانو په کتار کې راځي.

سربیره پر دې هغه ډله کسان هم د آلمان حکومت له ټولنیزو مرستو څخه برخمن کیږي چې لږ عاید ولري او یا په بل عبارت ګټه یي تر هغې کچې کمه وي چي په اصطلاح وکولی شي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو څخه برخمن شي.

آلمان ته تر رسیدو وروسته په لومړیو وختونو کې دغه پناه غوښتونکي د «د پناه غوښتونکو د مصارفو قانون» له مخې له حکومت څخه مالي مرسته ترلاسه کوي. 

له همدې امله د سوریایي اتباعو دوسیي د هغو هیوادونو د پناه غوښتونکو په پرتله ژر اروزل کیږي او په بیړه د ټولنیز امنیت اساسي سیستم ته داخلیږي چې په آلمان کې د پناه هندګۍ د ترلاسه کولو لږ امکانات لري.

د آلمان د کار وزارت په حواله د روان ۲۰۱۹م کال په می میاشت کې ۴۳ سلنه هغو افغانانو چې د کار کولو عمرونه لري د آلمان حکومت اجتماعي مرستې ترلاسه کړي دي.

همدارنګه د روان کال په جون میاشت کې په افغانانو کې د بی روزګارۍ کچه ۲۶ سلنه وه. په دې ترتیب نو په جون میاشت کې د بی روزګارۍ نرخ د آلمانیانو په منځ کې ۴،۷ سلنه او د بهرنیانو تر منځ ۱۲،۲ سلنه وه.

په هغه جدول کې چې د آلمان د کار آژانس له خوا د دغه هیواد په پارلمان کې د مهاجرو مخالف د آلمان له پاره بديل ګوند استازي رینه شپرینګه، ته وړاندې شوی دی ښيي چې د ټولو هغو کسانو ۶۳،۶ سلنه آلماني اتباع دي چې دغه اجتماعي مرستې ترلاسه کوي.

سوریایان بیا د دې مرستو ۱۰،۵ سلنه ترلاسه کوونکي تشکیلوي. تر هغه وروسته ۴،۲ سلنه ترکان، ۲،۲ عراقیان او ۲،۲ سلنه افغانان هم د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو په سلنه کې شامل دي.

(dpa) sn/mj