1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: ډیر شمیر افغانان پر خپل حکومت باندې باور لري

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۶, سه‌شنبه

د یوې نظر پوښتنې له مخې په افغانستان کې د زورزیاتیو پر شتون سربیره هم اکثریت افغانان په دې باور دي چې د هغوی حکومت د دې توان لري ترڅو په هیواد کې د طالبانو د بیا واکمنۍ مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1BEpb
انځور: picture-alliance/dpa

دغه نظر پوښتنه چی د ATR مشورتې موسسې له خوا په لاره اچول شوې وه، د دوشنبه په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د فبروي میاشتې ۲۴مه نیټه) په داسې حال کې خپره شوې ده چی په لویدیځ کې د افغانستان د راتلونکې په هکله اندیښنې مخ په زیاتیدو دي. امریکا متحده ایالات غواړي چې د روان میلادی کال تر پای پورې خپل ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه وباسي او په دې هیواد کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې ترهگرو بریدونو څخه را په دې خوا پیل شوې جگړه پای ته ورسوي.

د نظر پوښتنې له مخې د لویدیځې نړۍ پر دغو اندیښنو سربیره ۸۰ سلنه افغانان باور لري چې د هغوی حکومت پر خپل هیواد باندې کنترول لري. دغه راز په ورته کچه خلک پر خپلې ملي اردو او ملي پولیسو باندې هم باور لري چې هغوی به وتوانیږي چې د طالب یاغیانو د بریدونو مخه ونیسي او هغوی ته به اجازه ور نه کړي چې بیرته په افغانستان کی قدرت ته ورسیږي. د طالبانو له نسکوریدو سره د افغانستان دغه دواړه امنیتی ارگانونه منحل شوی ول او په تیرې څه د پاسه یوې لسیزې کې بیرته له سره جوړ شول.

د افغانستان په چارو کی فرانسوي کارپوهه لولا سیچینل، چې د ATR مشورتي موسسې له پاره یې دغه نظر پوښتنه په لاره اچولې ده، وايي: «زمونږ له پاره د نظر پوښتنې دغه پایلې د حیرانتیا وړه دي. له څیړنې مخکې مونږ ډیرې [متفاوتې] فرضیې لرلې.» سیچینل د واشنگتن په یوه څیړنیزې مؤسسی «د مملی پایسی مرکز»، کې د خپلی څیړنې د پایلو د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د افغانستان په هکله ډول ډول خبرې موجودې دي. لکه دا چې ویل کیږي په تیرو ۱۱ کلونو کې هیڅ پرمختگ نه دی شوی. ځینی نور خلک بیا دا وایي چې گواکې دا هیواد به سره ټوک ټوک شي.»

هغی یادونه وکړه چې ښایي بهرني نظریات په کابل کې د یو لړ سترو او خونړیو بریدونو تر سیوري لاندې وي. په افغانستان کې وروستی برید تیره میاشت په کابل کې پر یوه لبیناني رستورانت باندې وه چې په پایله کې یې ۲۱ کسان ووژل شول. په وژلو شویو کسانو کې ۱۳ تنه بهرنیان هم شامل ول.

بالمقابل دغه نظرپوښتنه ښیي چې د افغانانو یو ستر اکثریت پر څپلو ملي تأسیساتو باندې باور لري او د خلکو یوه پراخه برخه له دې سره موافق دي چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو څخه وروسته د افغانستان لویدیځ پلوي حکومت تر واکمنی لاندې پرمختگونه شوي دي.

په نظر پوښتنه کې دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان یوازې ۱۲،۷ سلنه نارینه او ۱،۶ سلنه ښځینه د دې پلوي کوي چې طالبان دې بیرته واکمنۍ ته ورسیږی. طالبانو د ۱۹۹۶ کال څڅه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کی په وچ زور او مذهبی افراطیت سره حکومت کاوه. هغوی له کور څخه بهر ښحې له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې کړې وي.