ډله ایز ودونه څرنگه او په کومو هیوادونو کي کيږي؟
ولي دوه کسان د خپل ژوند تر ټولو مهمه ورځ له نورو سره په ګډه لمانځي؟ په ډېرو هیوادونو کې اوس په ډله ایزه توګه ودونه کیږي، خو د دغي پدیدې ريښې په څه کې دي؟ په دې انځوریز رپوټ کې یې ووینئ.
دوه کسان د خپل واده مراسم له خپلو کورنیو سره لمانځي، خو داسې لیدل کیږي چې په ډېرو هیوادونو کې خلک په ډله ایزه توګه ودونه لمانځي. خو په ځينو نورو هیوادونو کې بیا د ډله ایزو ودونو پدیده ناپیژندل شوې ده. د دغه شان ودونه ريښې په څه کې دي؟
ښایي په تاریخ کي تر ټولو زوړ ډله ایز واده په ایران کې د مقدوني سکندر، واده وي چي په يوه ورځ يې له خپلو زرو لښکریانو او ۸۰ تنه افسرانو سره يو ځای له ايراني نجونو سره واده وکړ. دغه واده پنځه ورځه ولمانځل شو. دغه واده تر میلاد ۳۲۴ کاله دمخه شوی.
په جنوبي کوریا کې د مون مذهبي فرقي چې بنسټ ایښودونکی یې «سون میونګ مون» دی، هم ډله ایز ودونه وکړل. په وروستۍ پیښه کې درو زرو ناويانو او زومانو واده سره وکړ.
د بولیو بومي قبیلو تر منځ هم ډله ایز ودونه ترسره کیږي.
داسې ښکاري چې په هغو هیوادونو او فرهنګونو کې چې شخص د ټولني او اجتماع په پرتله لږ اهمیت لري، د ډله ایزو ودونو پدیده هم ډیره لیدل کیږي. په چین کې هم ډله ایز ودونه کیږي.
په دې انځور کې د چین د پوځ غړي د ډله ایز ودونو پر مهال لیدل کیږي.
په لویدیځو هیوادونو کې بیا د ډله ایزو ودونو پدیده ډیره نه لیدل کیږي. په دغو هیوادونو کې د ژوند بنسټ د شخص پر اساس ایښودل کیږي.
په افغانستان کې هم دغه شان ودونه کیږي.
په عربي هیوادونو کې ځینې بډایه کسان ډله ایز ودونه کوي. په دې انځور کې په لبنان کې یو ډله ایز واده ښول کیږي.
په ډېرو هیوادونو کې د واده لګښت او ولور لوړ وي او له همدې کبله ډېر ځوانان نه شي کولای پر وخت او په خپل زړه ودونه وکړي.
په ځینې هیوادونو کې له ډله ایزو ودونو څخه د قبیلو تر منځ د اړیکو د لا ښه کولو له پاره کار اخیستل کیږي. انځور د یمن له هیواد دی.
د هندوستان د مسلمانانو په منځ کې هم د ډله ایزو ودونو پدیده ډیره لیدل کیږي.
په هند کې هم یو ډل نمایشي ډله ایز ودونه د «هجړاګانو» یا هغو نارینو تر منځ کیږي چې کړه وړه یې د ښځو په شان وي.
داسې ښکاري چې په هر اندازه چې یوه ټولنه سنتې وي، نو پکښې د ډله ایزو ودونو شمیر هم لوړیږي.
د ډله ایزو ودونو پدیده په وروستیو کلونو کې د افرایقا په مسلمانانو کې هم رواج شوې ده.
کله چې په برازیل کې د لاتین امریکا د لومړي هیواد په توګه د همجسګرایانو واده مجاز اعلان شو، نو هغوی هم په ډله ایزه توګه واده وکړ.
په ایران کې هم تر اسلامي انقلاب وروسته ډله ایز ودونه رواج شوي دي.