1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چیک: مسلمان مهاجرین منل یعنی ترهګرۍ ته زمینه برابرول

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

د چیک جمهوریت لومړي وزیر ویلي دي چې دوی نه غواړي په رضاکارانه توګه مهاجرین ومني او غواړي له مهاجرینو سره د دوی په خپلو هیوادونو او یا هم په ګاونډیو هیوادونو کې مرستو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2UvvM
Tschechien Milos Zeman anti-islam Rede in Prag
انځور: Getty Images/AFP/M. Cizek

د چیک جمهوریت لومړي وزیر په دې نظر دی چې په اروپا کې د وروستیو بریدونو او مهاجرینو ترمنځ اړیکه شتون لري. د هغه په وینا د اروپايي ټولنې د مهاجرینو د ویش په سیستم کې به د چیک په جمهوریت کې په رضاکارانه توګه مهاجرینو ته پناه ورنکړل شي.

رسنیو د چیک جمهوریت د لومړي وزیر میلوس زیمان په حواله ویلي دي چې په اروپايي ټولنه کې د ترسره شوو وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د مهاجرینو او ترهګرۍ ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري. هغه د کریسمس په پیغام کې خلکو ته په خبرو کې وویل: «نن ورځ هیڅوک هم په دې هکله شک نلري چې په اروپا کې د مهارجرینو د راتګ او د وروستیو ترهګریزو کړنو ترمنځ دې اړیکه شتون ونلري.»

زیمان په دې هکله وویل چې په چیک جمهوریت کې د دې بریدونو د مخنیوي له پاره اړینه ده چې په دې هیواد کې مهاجرینو ته پناه ورنکړل شي. هغه همدا راز وویل چې د پراګ حکومت نه غواړي چې د اروپايي ټولنې لخوا د مهاجرینو د ویش تر سیستم لاندې په دې هیواد کې مهاجرین میشت شي. د مهاجرینو د ویش په دې سیستم کې د اروپايي ټولنې په ټولو غړو هیوادونو کې په مساوي ډول د مهاجرینو پر ویش ټینګار شوی دی. دغه وړاندیز له دې امله شوی دی چې اروپايي ټولنه نه غواړي د دې ټولنې پر یوه ځانګړي هیواد باندې د مهاجرینو له کبله زیات فشار رامنځ ته شي.

مهاجرینو ته د مرستو ادامه

د چیک جمهوریت ترڅنګ د اروپايي ټولنې بل غړی هیواد، هنګري هم د دې پلان خلاف دی. زیمان که څه هم په خپلو خبرو کې وویل چې هغه له مهاجرینو سره د مرستې په هکله کومه ستونزه نه لري.

Tschechien Milos Zeman Staatspräsident
انځور: Getty Images/AFP/M. Cizek

هغه په دې هکله ویلي دي چې پراګ غواړي له مهاجرینو سره په ګاونډیو هیوادونو او یا هم د دوی په خپلو هیوادونو کې تر خپل وس پورې مرستې کولو له پاره چمتو دی. هغه وايي چې په یونان او ایټالیا کې هم له مهاجرینو سره د مرستې له پاره، د چیک حکومت هیڅ راز ستونزه نه ویني.

د دې ترڅنګ، میلوس زیمان په څرګند ډول وویل چې په خپلو هیوادونو کې مسلمان مهاجرینو ته پناه ورکول په دې معنی دي چې موږ په خپلو هیوادونو کې ترهګریزو کړنو ته زمینه برابروو. د ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو وګړي په دې نظر دي چې مسلمان مهاجرین د اروپايي ټولنې له فرهنګ او د حکومتونو له کړنو سره هیڅ راز تطابق نه لري.

په ورته وخت کې د دې خبرې یادول هم اړین دي چې د روانې میاشتې په ۱۹ نیټه په برلین کې د کریسمس په بازار باندې د لارۍ موټر برید په اروپا کې د امنیت په هکله زیات بحثونه او پوښتنې راولاړې کړي دي. د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل د مهاجرینو په هکله د پرانیستي سیاست له امله تر ډیرو نیوکو لاندې ده. نه یوازې د هغې د حکومت مخالف ګوندونه بلکه د هغې د ګوند ځینو مشرانو هم د مهاجرینو په هکله د برلین له حکومته د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.