1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین، افغانستان، پاکستان له ترهګرې سره پر مبارزې موافقه وکړه

۱۳۹۶ دی ۵, سه‌شنبه

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ په پيکينگ کې موافقه وکړه چې د چین په لویدیځ ولایت شین جینګ کې د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو له پاره په ګډه کار وکړي.

https://p.dw.com/p/2px2W
China - Chinesischer Außenminister Wang Yi  empfängt Sprecher des afghanischen  Außenministeriums
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS/Y. Yan

د درو سرو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې سره ویني چې چین غواړې د خپل «یو کمربند یو واټ» پروګرام له مخې په سیمه کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې وکړې او په دې ترتیب سره دغه هیواد له اسیا او اروپا سره په لا ښه ډول پيوند شي.

چین په شین جینګ سیمه کې د ناکراریو د له منځه وړلو په برخه کې د پاکستان او افغانستان پر مرسته باندي حساب کوي. کارپوهان وايي چې په دې سیمه کې د چین سیاستونه د دې لامل شوي دي چې د هغې اکثریت مسلمان ایغور اوسیدونکي چې شین جینګ خپل کور بولي د پاڅونونو او ترهګریزو بریدونو ګواښ رامنځ ته کړي.

بیجینګ بیا په منظم ډول د خیتځ ترکستان اسلامي خوځښت تبعید شوي ډلې په څیرو ګروپونو باندې په دې برخه کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو تورونه لګوي. د چین شین جینګ سیمه د منابعو له لحاظه ډیره شتمنه ده.

له بلې خوا چین همداراز په افغانستان او پاکستان کې د ایغور یاغیانو د پټنځایونو رامنځ ته کیدو له کبله اندیښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د درو وزیرانو تر غوندې وروسته وویل: «موږ موافقه وکړه چې د ترهګرې د ټولو بڼو او شکلونو سره د مبارزې په برخه کې سره همکاري وکړو، برته له دې چې د هغوی [ترهګرو ډلو] تر منځ کوم توپير په پام کې ونیول شي.»

رباني ټینګار وکړ چې افغانستان به د د خیتځ ترکستان اسلامي خوځښت او د هغه د ملاتړو ډلو پر ضد خپلې جګړې ته دوان ورکړي.

چین ډیر وخت پر نړیوالي ټولني باندي فشار اچوي چې د شین جینګ د سیمې د ستونز د حل ملاتړ وکړي او ټینګار کوي چې په دې سیمه کې ستونزي د افراطي ډلو د نفوذ له کبله رامنځ ته کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړه چې درو واړو اړخونو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې سره بشپړ توافق ته رسیدلي دي او ټینګار یې وکړ چې بیجینګ به له شین جینګ څخه له ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخو په موخه کار واخلي.

afp,dpa(M.J/N.Z)