1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين په احتیاط له سوریې څخه فاصله ونیوله

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/1587m

د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوتين، د يوه درې ورځني سفر له پاره چين ته رسيدلی دئ. په پيکينگ کښي د پوتین د خبرو په آجندا کښي د دوه اړخيزه روابطو، انرژۍ د سياست، د ايران د اتومي پروګرام او افغانستان موضوعگانې شاملې دي. دی به له دولتي مشر هو جين تاو سره د سوريې د شخړې په باب هم خبري وکړي.

له بلي خوا په ملګرو ملتونو کښي د چين سفير لي پودونګ، د امنيت په شورا کښي د سوريې له يوې کورنۍ جگړې څخه خبرداری ورکړی دئ چي کدای سي هغه ګرده سيمې پراخ شي.

ده د سوريې پر حکومت او اپوزيسون باندې غږ کړی دئ چي له وژنو څخه لاس واخلي او د کوفي عنان د سولي پلان پلي کړي.چين په احتیاط له سوریې څخه فاصله ونیوله