1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين بيا يو بهرنۍ ژورنالست له هيواده باسي

۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17C01

چین بیا یو خارجي ژورنالست مجبوره کړی دی، چي له دغه هيواد څخه ووځي. له هغه وروسته چي د نیویارک ټایمز د خبريال کریس بکلي ویزه تمدید نسوه، نو هغه باید وتلی وای. د دغه ۴۵ کلن ژورنالست اخراج عملأ تر هغه وروسته تر سره سوی دی، چي امريکايي ورځپاڼو د صدراعظم وین جیاباو د کورنۍ د شتمن کیدو او ثروتمند کیدلو موضوع رسوا کړه او د ا کار د پيکینګ د رهبري د خوابدۍ سبب وګرځېد. د دې کار په مقابل کي چینايي مقاماتو په چین کي د نیویارک ټایمز ویبپاڼه بلاک کړې ده. اسټرلیايی بکلي د ۲۰۰۰ کال راهیسي په چین کي د ژورنالست په توگه کار کاوه.