1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاودنې په پاکستان کې ۲۶ کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه

له افغانستان سره پولې ته نزدې، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د شنبې په ورځ یوې چاودنې ۲۶ کسان ووژل او ۶۵ تنه نور ئې ټپیان کړل. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/15GMB
انځور: AP

د رویترز خبري آژانس د پاکستان پوځي او روغتیایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا په وروستیو اونیو کې تر ټولو خونړۍ برید دئ. پېښه د لندي کوتل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. تر دې مخې پېښې له کبله رامنځ ته شوې مرگژوبله لږ ښودل شوې وه.

تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د یوه سیمه ییز اداري چارواکي اشرف خان، په حواله ویلي وو چې چاودنه په لندي کوتل کې چې د خیبر په قبایلې سیمه کې پرته ده رامنځ ته شوې ده: «بم یو سرویس ته نزدې وچاودید. لومړني رپوټونه د ۱۱ تنو له وژل کیدو او ۲۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکوي.»

په همدې حال کې عرفان محمد چې د لندي کوتل په روغتون کې ډاکتر دئ د وژل شوو کسانو شمیره ۱۲ تنه وښوده. هغه وویل: «دوولس مړي او ۲۰ ټپیان روغتون ته راوړل شوې دي. د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دئ.»

اشرف خان د دې برید د اصلي هدف په اړه وویل چې د «زخاخیلو» قوم د دولت پلوي او د یوه جنگسالار خلاف دئ. د هغه په خبره دغه قوم د دې برید اصلي هدف وو.

تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو تر دې مخې اسلامپالو افراطیانو په سیمه کې ورته بریدونه تر سره کړي دي.

پاکستان له القاعدې او طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د جگړې په جبهه کې پروت دئ. له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان په شمال غرب کې یاغیان ډیر فعاله دي. په دې سیمه کې د «تحریک طالبان» ډله د حکومت پر ضد جنگیږي.

د فرانسې د خبري آژانس د شمیرو له مخې په تیرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې شاوخوا پنځه زره کسان د یاغیانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض