چارواکي: په بلخ کې چاودنې دوه ماشومان وژلي
۱۳۹۸ دی ۲۴, سهشنبهاعلان
د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل ويلي دي چي په دې پيښو کې دوه ماشومان وژل شوي او نهه کسان ټپيان شوي دي چې اته یې ملکيان او يو د افغان امنيتي ځواکونو غړی دی.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، خو وسله والو طالبانو په بلخ او ټول افغانستان کې په دې وروستيو کې بریدونه زيات کړي دي.
د روانې ميلادي مياشتې په سر کې طالبانو په بلخ کې د پوليسو پر يوه پوسته د بريد مسئوليت منلی وو. په دغه بريد کې د امنيتي ځواک نهه تنه منسوبين وژل شوي ول.
طالبان چې د افغانستان پر يو شمير سيمو کنترول او نفوذ لري، کابو هره ورځ عسکر، پوليس او حکومتي چارواکي په نخښه کوي او په دې ترڅ کې ډېر ملکيان هم وژني.
طالبان آن په داسې حال کې چې د افغانستان د شخړې د سياسي حل له پاره د امريکا متحده ایالاتو له استازو سره خبرې اترې کوي، هم خپل بريدونه نه دروي.
bs/nz (ap)