1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: طالبانو دوه زره کسیزه جبهه جوړه کړې

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

افغان چارواکي وایي چې طالبانو د «اسلام د فدایانو» په نوم یوه جبهه جوړه کړې ده چې غړي یې اوس افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو د کولو په موخه استول شوي، خو هغوی د طالبانو د بریدونو د مخنیوي له پاره چمتوالي ښيي.

https://p.dw.com/p/18jeH
Taliban fighters seen near Kabul Thursday, Oct. 3, 1996. The Taliban, an Islamic fundamentalist army, took over Kabul and drove out forces loyal to President Burhanuddin Rabbani a week ago. Taliban forces now control most of Afghanistan. (AP Photo/Hurriyet) -- TURKEY OUT --
Afghanistan Talibanانځور: AP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین عبدالرحمان رحمان، د سه شنبې په ورځ د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د دغې جبهې غړي مسلکي کسان دي او کابل، مزارشریف، کندهار، هرات، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست او پکتیکا ولایتونو ته د بریدونو ترسره کولو په موخه استول شوي دي.

ښاغلي رحمان وویل: «القاعده غواړي د خپلو یو شمیر نورو ملګرو ډلو په مرسته د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. پر دې سربیره طالبان، د کویټې شورا، د حقاني شبکه او پاکستاني طالبان غواړي د یوې دوه زره کسیزې جبهې په جوړولو سره په سیمه کې دوامدارې ستونزې رامنځ ته کړي.»

په وروستۍ میاشت کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. پر دې سربیره د افغانستان په لوګر او میدان وردک ولایتونو کې هم سیمه ییزو چارواکو ګواښ کړی دی چې طالبانو د خپلو بهرنیو ملګرو په مرسته ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د افغانستان یو تن سناتور هدایت الله رهایي، له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د بهرنیو جنګیالیو پر وړاندې قاطعانه عمل وکړي. هغه وویل: «پاکستاني سرتیري د طالبانو په نوم په میدان وردک ولایت کې د افغان ځواکونو پر ضد جنګیږي. د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او همداراز د ملي امنیت اداره باید د هغوی په له منځه وړلو کې له قاطعیت څخه کار واخلي.»

د میدان وردکو ولایت والي هم دا خبره منلې ده چې یو شمیر بهرني جنګیالي سیمې ته تللي دي او د دې ولایت امنیت ته یې ګواښ رامنځ ته کړی دی.

مخامخ جګړه

افغان امنیتي ځواکونه وایي چې که څه هم پخوا طالبانو له افغان ځواکونو سره له مخامخ جګړې ځان ساته، خو اوس په ځینو مواردو کې هغوی په دغه شان جګړو لاس پورې کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکوي د طالبانو د بریدونو د مخنیوي له پاره خپل چمتوالی اعلانوي. ښاغلي رحمان په دې اړه وویل: «پولیسو اوس دغه توان ترلاسه کړی دی چې د سولې د تامین له پاره او د خلکو له پاره د روحي آرامښت د تامینولو په موخه د طالبانو مخه ونیسي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل چې د افغانستان گاونډیو هیوادونو له طالبانو څخه د خپل ملاتړ کچه لوړه کړې ده او له همدې کبله طالبان په وروستیو کې یو څه پیاوړي شوي دي.

دغه افغان چارواکي په همدې حال کې پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې پولیس د طالبانو له خوا د هر ډول گواښ د مخنیوي له پاره چمتو دي او یاغیانو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان ثبات له منځه یوسي.

په همدې حال کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز شیر محمد کریمي، هم افغان سناتورانو ته ډاډ وکړ چې افغان دولت د طالبانو د ځپلو له پاره مشخص پلانونه جوړ کړي دي. ښاغلي کریمي وویل چې په نزدې راتلونکې کې به د افغانستان د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پنځمه مرحله هم پیل شي.