چارواکي: د سويل ختيځ زون ځيني سیمي د امنيت انتقال ته چمتو دي
۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبهپه سويل ختيځو ولايتونو کې د 505 سپين غر زون د پوليسو قومندان، پاسوال ګل نبي احمدزى، وايي چې په دې وروستيو کې يې سرتيرو ښه روزنه تر لاسه کړي او په مجهزو وسلو او زغره والو موټرو سمبال شوي.
احمدزي زیاتوی چي سرتيري يې اوس مهال دې ته چمتوالى لري، چې د سويل ختيځ زون د ځينو سيمو امنيتي مسؤليتونه له بهرنيو ځواکونو څخه په خپل واک کې واخلي او د خلکو په مرسته ډاډمن امنيت وساتي.
د 505 سپين غر زون د پوليسو قومندان، پاسوال ګل نبي احمدزى، په داسې حال کي دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د ناټو او افغان ځواکونو يوه لوړ پوړي پلاوي خوست ولايت ته سفر کړى وو.
د هيواد لوى درستيز، سترجنرال شيرمحمد کريمي، هم ويلي ؤ چې د ګاونډي هيواد پاکستان سره پر پوله د خوست په ځينو سرحدي سيمو کې به نوي امنيتي پوستې او نظامي مرکزونه جوړې شي ترڅو د هغو وسلوالو مخه ؤ نيول شي چي د پاکستان څخه افغانستان ته د تاوتريخوالي د په لاره اچولو لپاره راځي.
ډير شمير څيړونکي په دې اند دي چې اوس مهال افغانانو ته د امنيتي مسؤليت انتقال له وخته وړاندې دي ځکه چې لاهم د هيواد په بېلابېلو سيمو کې نا امنۍ دوام لري.
د سياسي چارو افغان کارپوه، يوسف انتظار، وايي ترڅو چې په افغانستان کې د ځينو ګاونډيو هيوادونو د لاس وهنو مخه ؤ نه نيول شي نا امنۍ به دوام لري او د مسؤليت له انتقال وروسته به يو ځل بيا افغانستان د يوه بحران خوا ته روان شي.
خوست/ فريدالله ظاهر
کتونکي/ مسعود جهش