څېړنه: په کندهار کي پوهنيز سيسټم ستونزي لري
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبهد کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ادبياتو استاد څېړندوى انجنير شېرشاه رشاد د څېړني د پايلو په اړه جوړي سوي غونډي ته وويل، چي د پښتو څانګي د درېيم ټولګي ١٠٠ تنو محصلينو د تيرو څلور مياشتو راهيسي په لسو ډلو کي د کندهار پر پوهنيز سيسټم څېړنه کړې ده.
د هغه په خبره په دې څېړنه کي له ٦٧١ بېلا بېلو کسانو سره مرکې سوي دي، چې زياته برخه يې د پوهنيز ډګر منسوبين او عام ولس دى. دغه څېړنه په ١٦٣ ښوونځيو او ديني مدرسو کي ترسره سوې ده:
«زموږ او ستاسو د تودو سيمو د دولسم ټولګيو ځوانان په غبرګولي مياشت کي فارغيږي، د مرغومي په مياشت کي د کانکور ازموينه ور څخه اخيستل کيږي او که د تودو سيمو پوهنتونونو ته دوى بريالي سوي وي، نو د بل کال د وږي پر اوله دوى پوهنتون پيلوي، چي په دې حساب د هر پوهنتون پيلوونکي ځوان ۱۵ مياشتي وخت ضايع کيږي، چي دا خورا ډېر وخت دى.»
استاد زياتوي، د هيواد د نورو سيمو په پرتله دلته ناامني، د خلګو له پوهي سره کمه لېوالتيا او برعکس له مادياتو او تفريح ډېره مينه سره هغه څه دي، چې په دې سيمو کي يې د ښووني او روزني بهير ټکنى کړى دى.
د څېړندوى شېرشاه په قول په داسې حال کي، چي د تودو سيمو ښوونيزبهير د ټول هيواد د پوهنيز سيسټم سمه نيمايي جوړوي، خو لکه څرنګه ، چي په کار ده، مسئولين ورته متوجه نه دي.
د يادي څېړنې لار ښود استاد په دې لار کي د تعليمي نصاب ژر ژر بدلون او په نصاب کي د نيمګړتياو شتون هم پر پوهنيز ډګر يوبل لوى گوزار ګڼي:
«په هيواد کي د نوي تعليمي نصاب ژر ژر بدلون او په هغه کي د تيروتنو زياتوالى او د ځوانو ښوونکو له دې نصابونو سره نه بلدتيا هغه څه دي، چي په کتابونو کي پاته ډېري تيروتني همداسي زده کوونکو ته په ناسمه توګه ښوول کيږي او زموږ د راتلونکي نسل پر پوهنيزه کچه ناوړه اغېزه کوي.»
په کندهار کي د لومړنيو ټولګيو په زده کوونکو کي د پرديو ژبو، پرديو اصطلاحاتو، پردي کلتور او پرديو لغتونو پراختيا يوه بله ښوونيزه ستونزه ده، چې د يادي څېړني په ترڅ کي روښانه سوې ده.
استاد اندېښنه ښيي، که چيري د دې ستونزي په اړه د ښووني او روزني مسئولين او منسوبين پام ونه کړې، نو امکان لري، چي په راتلونکي وخت کي موږ د پردې کلتور، ژبي، اصطلاحاتو په يو داسې توپان او سېلاب کي راچاپير سو، چي بيا به هرڅه راڅخه پردي وي:
«په لومړنيو ښوونځيو کي کوچنيانو ته د پردي کلتور، پردۍ ژبي او پرديو اصطلاحاتو پراختيا په خپل زور سره روانه ده، موږ دې ته متوجه نه يو، خو د ډاکټر عبدالرازق پالوال په خبره دغه نه پاملرنه موږ محوه کوي.»
اورېدونکو ته دي ياده وي، چې د تېرکال راهيسي کندهار پوهنتون يوه کلنۍ څېړنه کوي، چې تيرکال يې په کندهار کي د کتاب او کتاب ساتني په اړه يوه مهمه څېړنه کړې وه او دا دويم ځل دى، چي په کندهار کي اکاډميکه څېړنه کيږي او په ښوونيز سيسټم کي د څېړني پربنسټ له يو شمير ناويلو خبرو څخه پرده پورته کوي.