1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: مقاوم باکتريا په اروپا کې هرکال ۳۳ زره انسانان وژني

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د يوې نوې څيړنې په حواله سوپر بگس يا هغه باکترياوې چې د انتي بيوتیک په مقابل کې یې مقاومت پيدا کړی وي، په اروپا کې هرکال د ۳۳ زره کسانو د مړينې سبب کيږي. ساينس پوهان وايي له ۲۰۰۷م کال راهيسې وضعه ډېره خرابه شوې ده.

https://p.dw.com/p/37idn
Neues Bakterium entdeckt MCR-1 Antibiotikaresistenz
انځور: Imago/Science Photo Library

د اروپا د ناروغيو د مخنيوي او کنترول د مرکز (ECDC) په يوه څېړنه کې اټکل شوی دی چې په اروپا کې هرکال کابو ۳۳ زره انسانان د انتي بيوتیک په مقابل کې د مقاومت پيدا کوونکي باکترياو له وجې مړه کيږي.

دا ارزونه چې د لانست ميکروبي ناروغيو په نوم مجله کې خپره شوې پکښې خبرداری ورکړل شوی چې د ميکروبي ناروغيو د دې عاملينو اغيز ایچ آي وي، وبا او توبرکلوز ته ورته دی.

څيړونکو ليکلي: «د انتي بيوتيک په مقابل کې د مقاومت لرونکو باکترياو له وجې رامنځته شوي میکروبي ناروغۍ عصري روغتيايي خدمتونه گواښي.»

څيړونکي وايي چې د ۲۰۰۷م کال راهيسې چې ۲۵ زره مرگونه ثبت شوي ول، د مقاومت درلودونکو باکترياو له وجې د مرگونو په شمير کې ډېر واضح زياتوالې راغلی دی.

ماشومان او زاړه کسان تر ټولو زيات له خطر سره مخامخ ول او درې په څلورمه برخه دغه ډول مکروبونه په روغتونو او روغتيايي مرکز کې خپاره شوي ول. څیړونکو همدا راز دا هم موندلې چې د اروپا د بيلا بیلو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې ډېر تفاوت موجود دی.

د اروپا د نارغتيو د مخنيوي او کنترول مرکز له۲۰۱۵م کال راهيسې د روغتيايي معلوماتو څخه گټه پورته کړې او د اروپايي ټولنې په غړيو هيوادونو او د اروپا په اقتصادي ساحه کې یې د انتي بيوتيک په مقابل کې د مقاومت پيدا کوونکو باکتريا له وجې رامځته شوې پنځه ميکروبي ناروغۍ څيړلي دي.

په داسې حال کې چې د اروپا د شمال په هیوادونو کې د میکروبي ناروغيو کچه ټيټه وه، په يونان او ايټاليا کې وضعيت ډېر خراب وو. په آلمان کې بیا د درملو په مقابل کې د مقاومو عاملينو شمير تر ۵۵ زره کم وو او په کال کې د مرگونو شمير تقريباً ۲۴۰۰ وو.

د روغتيا د برخې کارپوهان له زيات وخت راهيسې د هغه خطر په هلکه خبرداری ورکوي چې په اصطلاح د «سوپر بگس» يا د درملو په مقابل کې د مقاومت لرونکو باکترياو د زياتيدو له وجې متوجې دی. دا باکترياوې آن د ډېرو قوي انتي بيوتيکو په مقابل کې هم مقاومت لري.

د اروپا د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز په خپرې شوې خپله اعلاميه کې ويل شوي: «کله چې دغه ډول ډېر قوي انتي بيوتيک هم اغیز ونه لري نو ډېره مشکله ده او يا په ځينو قضيو کې حتی ناممکنه ده چې د ميکروبي ناروغيو درملنه وشي.»

د څيړنې خپرونکي ټينگار کوي چې پر دې ستر روغتيايي چيلنج د لاس بري له پاره د اروپايي ټولنې او په نړۍ کې همغږۍ ته اړتيا ده او همدا راز «د مخنيوي او کنترول داسې تگلارو ته چې د هر هېواد د اړتياو پر اساس طراحي شوي وي.»

زموږ له آرشيف څخه: