1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څيړنه: د روغتيا په موخه روژه نيول ډېره گټه رسوي

۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کې د روغتيا په موخه د روژې د نيولو په هلکه د يوې نوې څيړنې ښوولې ده چې دغه ډول روژه روغتيا ته ډېره گټه رسوي. د خوراک د وختونو ترمنځ اوږد واټن پر چاغښت سربيره د نورو ډېرو مرضونو په له منځه وړولو کې مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3BiBA
Organ Herz menschlicher Körper
انځور: Imago

«د روغتيا په موخه روژه» څه ته وايي؟

د روغتيا په موخه روژه نيول دې ته وايي چې انسان په يوه آرام او پرسکونه ځای کې په بشپړ ډول استراحت شي او په دې موده کې له خوړو ډډه وکړي خو اوبه وڅښي.

د دې روژې په هلکه د خپل ډول په دې تر ټولو جامع او ساينسي څيړنه کې تر ۱۴۰۰ زياتو کسانو برخه اخیستو وه.

د «پلوس ون» په نوم د روغتيا په اړه په دې معتبره مجله کې په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې کابو يو نيم زر کسان د آلمان په جنوب کې د پراته کونستانس جهيل ته څيرمه په يوه روغتون کې له پنځوو تر شلو ورځو پورې د روغتيا په موخه رژوه شوي ول.

دا څېړنه د کونستانس د مشهور بوخنگر کلينک او د برلين د پوهنتون روغتون په مرسته ترسره شوې وه. او ټو بوخنيگر د خوراک د لارې د درملنې د طريقې مخکښ بلل کيږي.

د دې ډول روژې گټې

معاينه کوونکې ډلې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې د روژتيانو پر روغتيا یې مثبتې اغيزې ليدلي دي. د رپوټ په حواله د روژې پر وخت د انسان بدن د گلوکوز يا خوږې پر ځای هڅه کوي په بدن کې له موجودې چربي څخه گټه واخلي.

Island Fotoreportage
د خوراک د وختونو ترمنځ اوږد واټن د وزن په کمولو کې مرسته کويانځور: DW/E. Grenier

سربيره پر دې د دې کسانو وزن هم کم شوی وو. په دې توگه دا د چاغښت يوه ښه درملنه هم کيدای شي. په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې د روغتيا په موخه د روژه نيوونکو معده هم وړه شوې وه او په وينه کې د غوړو کچه هم راټيټه شوې وه.

د روغتيا په موخه د روژې په دې پروگرام کې د شاملو کسانو د وينې فشار هم نور مال شوی او په وينه کې یې د گلوکوزو يا خوږې اندازه هم ښه شوې وه. د کارپوهانو په حواله  څېړنه کې دا هم جوته شوې ده چې دا ډول روژه د زړه په بيلا بيلو مرضونو همدا راز ديابت يا شکر او په نورو يو شمير ناروغتياو د اخته کسانو سره مرسته کولی شي.

د دې څيړنې نتايجو دا هم ښوولې چې د روغتيا په موخه روژه نيول د ډېرو دايمي مرضونو په علاج کې هم مرسته کوي. د مثال په توگه په څيړنه کې په شاملو ۹۴ فيصدو کسانو کې چې د بندونو له درده او يا په وينه کې د غوړو د ډېروالي کړيدل، ښه والی وليدل شو.  پر دې سربيره ۹۳ فيصدو کسانو دا هم ويلي دي چې دوی د روژې په ترڅ کې د ډېرې لوږې احساس نه کاوه.

منفي اغیزې

ډاکترانو په دې څيړنه کې د گډونن کوونکو کسانو د دې ډول روژې د منفي اغیزو په هلکه معومات راټول کړي ول . په دې ترڅ وليدل شول چې يوازې يو څو کسانو په لومړيو درو ورځو کې د سر دردۍ او يا کم خوبۍ په څير منفي اغیزو شکايت درلود.

زموږ له آرشيف څخه: