«د افغان مهاجرو اخراج دې په عاجل ډول ودرول شي»
۱۳۹۶ خرداد ۹, سهشنبهد پرو ازول، دیاکوني، د بخښنې نړیوال سازمان او د ټولنیزې هوساینې اتحادیو د سه شنبې په ورځ په برلين کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په عاجل ډول د رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.
یادو سازمانونو او اتحادیو د دغې اعلامیې په ترڅ کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د پریکړو پر څرنګوالي انتقاد کړی دی. دغه سازمانونه نیوکه کوي چې د مهاجرو د پناهندګۍ غوښتنلیکونه له تیروتنو سره ارزول کیږي او بیا وروسته دغه رد شوي مهاجر د دوی ژوند په خطر کې اچولو سره افغانستان ته اخراجیږي.
د دغو سازمانو د رپوټ پر بنسټ د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې وروسته تر یوې داخلي بررسۍ اعتراف کړی دی چې د مهاجرو غوښتنلیکونو ته د رسیدګي په پروسه کې خیتې تیروتنې شوي دي.
د دغو سازمانونو په حواله د چهارشنبې ورځې (د می میاشتې ۳۱) له پاره یو وار بیا د افغان مهاجرو ډله ییز اخراج پلان شوی دی. د دغو سازمانو په ګډه اعلامیه کې انتقاد شوی دی چې د افغانستان د وضعیت په اړه نوي معلومات د مهاجرو د دوسیو د بررسۍ په وخت کې په پام کې نه دي نیول شوي.
په دغه اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت پر خرابیدو سربیره، په پرله پسې ډول ډیر افغان مهاجر رد شوي دي.
په داسې حال کې چي دوه کاله مخې په آلمان کې د افغان مهاجرو د قبلیدو چانس ۷۸ سلنه وو، تیر کال ۶۰ سلنه او په روان میلادي کال کې بیا نږدې د نیمایې افغان مهاجرو د پناه غوښتنې رد شوي دي.
نوموړي سازمانونه په دې کې شک لري چې په افغانستان کې دننه دې د تیښتې او مهاجرت له پاره بدیلې سیمې وجود ولري.
د دوی په خبره د افغانستان امنیتي وضعیت دومره د وړاند وینې وړ نه دي چې حتی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیساري هم په افغانستان کې د امنو او نا امنو سیمو په منځ کې توپير ته له قایل کیدو څخه ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر او د دغه هیواد ډیر شمیر ایالاتونه د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو یا اخراج له پاره داسې دلیل راوړي چې په افغانستان کې امن سیمي وجود لري.
د آلمان حکومت د تیر کال په مني کې له افغانستان سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې په چارتر الوتکو کې افغانستان ته د مهاجرو بیرته ستنول ممکنوي. د دسمبر میاشتې را په دې خوا په ډله ییزه توګه د مهاجرو د اخراج هر یو مورد په عین وخت کې له اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.
له آلمان څخه هر وارې د مهاجرو اخراج له اعتراضونه سره مخ شوی:
له آرشیف څخه د انځورونو گالري: