1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

څوک کولی شي په ایران کې د تابیعت غوښتنلیک ورکړي؟

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

ایران په وروستیو وختونو کې د خپل تابعیت قانون بدل کړ. د ایراني ښځو او بهرنیو نارینه و ماشومان اوس ایرانی تابعیت ترلاسه کولی شي. په ایران کې زیږدلي هغه کسان چې تر ۱۸ کلونو لوړ عمر ولري، هم کولی شي د تابعیت درخواست وکړي.

https://p.dw.com/p/3RKnG
Passport
انځور: ISNAS

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان یا «یون اچ سي ار» په تهران کې د یوې اعلامیې له خپرولو سره د ایران په پارلمان کې د تابعیت د نوي قانون د تصویبیدو هرکلی کړی دی. دغه قانون هغو ماشومانو ته چې له ایرانۍ مور او بهرني پلاره پیدا وي، پرته له دې چې د زیږیدو ځای یې په پام کې ونیول شي، د ایران تابعیت ورکوي. تر دې مخکې هغو ماشومانو د ایران تابعیت نه شوای ترلاسه کولای، چې میندې یې ایرانۍ او پلورونه یې بهرنیان ول.

د دې قانون له مخې هغه ماشومان چې تر اتلسو کلونو کم عمر ولري او مور یې ایرانۍ خو پلار یې بهرنی وي، په هغه صورت کې چې مور یې غوښتنلیک ورکړي، کولای شي په ایران کې د تابعیت غوښتنه وکړي. خو تر اتلسو کلونو لوړ عمر لرونکي کسان بیا پخپله پریکړه کولی شي چې ایا د ایران تابعیت غواړي او که نه.

پر دې سربیره د دې قانون له مخې هغه کسان چې اتلس کلن وي، او تابعیت و نه لري په هغه صورت کې چې د والدینو له ډلې څخه یو یې په ایران کې زیږدلی وي، کولی شي د ایران د تابعیت غوښتنه وکړي.

دغه قانون د ایران د پارلمان د رئیس له خوا لاسلیک او حکومت ته سپارل شوی دی. د روان کال د اکتوبر میاشتې له اتمې نیټې څخه بیا دغه قانون اجرایي شوی. په تهران کې د ملګرو ملتونو د مهاجرو ادارې په دې اړه لیکلي دي: «دا په ایران او ټولې نړۍ کې د بې تابعیته انسانانو د شمیر کولو پر لور یو لوی ګام دی.»

په ایران کې په ۲۰۱۷م کال کې یوه ترسره شوې څیړنه ښيي چې په دې هیواد کې ټول ټال۵۰ زره ماشومان له تابعیته پرته ژوند کوي. د دې لامل دا وو چې د هغوی میندې ایرانۍ خو پلرونه بهرنیان ول.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مشر ایوو فریجسن، په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «هیڅ یو ماشوم دا نه انتخابوي چې پرته له تابعته دې نړۍ ته راشي. هغه انسانان چې تابعیت او دولتي سند و نه لري، له ټولنې بیلیږي.»

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د نړۍ په ۷۸ هیوادونو کې درې میلیونه او ۹۰۰ زره انسانان له تابعیت پرته ژوند کوي. خو دغه سازمان ګواښ کوي چې د بې تابعیته انسانانو اصلي شمیره تر دې ډیره لوړه ده.