«د ښځو د حقوقو د ساتنې له پاره امکانات نه لرو»
۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبهدا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت ژمنه کړې ده چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره به مبارزه وکړي. خو د حقوقو نړیوال سازمان وایي چې د هغوې د شمیرو له مخې په افغانستان کې د هر کال له تیریدو سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په قضیو کې زیاتوالی رامنځ ته کیږي.
د هرات ولایت د څارنوالی رئیسې ماریا بشیر، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۷مه نیټه) په یوه گډ کنفرانس کې چې په کابل کې د لویې څارنوالۍ او د حقوقو نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی وو وویل: «د تشکیل کمښت، د امکاناتو کمښت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په اړه د خلکو ناکافي پوهاوۍ، هغه ستونزې دي چې موږ ورسره لاس او گریوان یو.»
د افغانستان لوی څارنوالي په خپلو ولایتي ادارو کې ځانگړي بخشونه رامنځ ته کړي دي چې دنده یې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه کول دي. دغه ځانگړي بخشونه په خاصه توگه د دې له پاره رامنځ ته شوي دي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قضیې په عاجل ډول وڅیړي.
د لوی څارنوالي چارواکي وایي چې د دغو بخشونو جوړیدل د دې سبب شوي دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په کم وخت کې وڅیړل شي. د افغانستان د لوی څارنوالي معین عبدالوکیل امیني، وویل چې دغو ځانگړو بخشونو د تاوتریخوالي قضیو د څیړلو په بهیر کې مثبه اغیزه کړې ده. هغه زیاته کړه: «لوی څارنوالي پریکړه وکړه چې له دغې شومې پدیدې [د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي] سره مبارزه وکړي. زه یقین لرم چې زموږ دغه اقدام به ښې پایلې ولري.»
«خلکو ته باید د قانون مفهوم ورسول شي»
په دغه کنفرانس کې د کابل د څارنوالۍ رئیس وویل چې تر هغه وخت پورې چې رسنې خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې مرسته و نه کړي، له قانون څخه د یو شمیر خلکو غلط برداشت نه شي بدلیدای.
په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ځانګړې څارنوالي مشرې قدسیه نیازۍ، وویل: «زموږ په هیواد کې یو شمیر نارینه فکر کوي چې هغوی د خپلو ښځو د وهلو حق لري. ځینې نارینه خو فکر کوي چې هغوی د دې حق هم لري چې خپلې میرمنې پرې نه ږدي چې ښوونځي ته ولاړې شي.»
د حقوقو د ودې نړیوال سازمان یا «آیدلو» وایي چې د هر کال په تیریدو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو شمیر لوړیږي. د دې سازمان چارواکي زیاتوي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵۷ قضیې ثبت کړې دي.
د دې سازمان عمومي سرپرستې یوهانا ولینوس، وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د شمیر د ډیریدو یو لامل دا دی چې په وروستیو وختونو کې افغان میرمنو د خپلو حقوقو په اړه ډیر معلومات ترلاسه کړي دي.
هغې زیاته کړه: «دا کیدای شي چې په دې معنی وي چې ښځو اوس د خپلو حقوقو په اړه ډیر معلومات تر لاسه کړي دي او کله چې د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی کیږي، نو هغوی د عدالت غوښتنه کوي.»
دغې چارواکې ټینګار وکړ چې اوس افغان میرمنې په دې خبره پوهیږي چې عدلي او قضايي سازمانونه د هغوی شکایتونه څیړي.