ځایي اتلان: چې د غریبانو پر حال سوځي، هغه زړه غواړمه
۲۷ کلن حکمت الله ښادمن د کندهار ولایت اوسیدونکی دی چې د خپل هیواد له ځپلو خلکو سره یې مرستو ته ملا تړلې ده. هغه د «ښادمن خیره بنسټ» په نوم یوه ټولنه لري چې د اړتیا پر وخت په بیلابیلو برخو کې کې د خلکو لاس نیوی کوي.
خپلي زده کړي يې د کندهار په ظاهرشاهي لېسه کي کړي دي. اوس په کابل کي د یو شخصي پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي د لومړي کال محصل دی. ښاغلی حکمت الله ښادمن په فارغ وخت کي دیني مطالعه او د فوټبال لوبه کوي.
ښادمن د «ښادمن ګام خیریه بنسټ» په نوم یوه ټولنه لري، چي د دوی په وینا د اړتیا پر وخت په بېلا بېلو برخو کي د هیوادوالو لاسنیوی کړی او کوي يې.
ښادمن وايي، له ډېر کوچنیوالي څخه يې د ارواښاد پلار داخبره په غوږ کي ده، چي ورته ویل به يې باید خپل وس له خوارانو څخه ونه سپموې، ځکه د اړو کسانو لاسنیوي سترخدمت دی.
دغه ځوان د نورو مرستو ترڅنګ په بدخشان کي له زلزله ځپلو او په کندوز او د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د جګړه ځپلو په لسونو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي مرستي او سرپناوي هم برابري کړي دي.
د دوی په قول، مرستي يې یوازي تر یو ولایت یا یو قوم پوري محدودي دي نه دي، بلکي هر چیري چي افغانان له ستونزو سره مخامخ او د دوی په توان پوري ځان ورسوي، څو نړیوال پوه سي، چي افغانان یو وجود او بېلول يې اسان کار نه دی