ځانمرگي برید په کندهار کې پنځه تنه ووژل
۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبهلا تر اوسه پورې کومي ډلې د شنبې د ورځې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو په وروستیو وختونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل، ویلي وو چې برید کوونکي په یوه موټر کې ناست وو. د هغه په خبره چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو د موټر د تلاشي کولو هڅې وکړې. خو نوي معلومات ښيي چې برید کوونکی پیاده روان وو. د چاودنې له کبله د «نوي کابل بانک» پر سیمه ییز دفتر سربیره په سیمه کې نور پلورنځایونه هم یو څه ویجاړ شوي دي.
د کندهار له عامه روغتون څخه ډاکټر محمد ولي، د اسوشیتد خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پورې دغه روغتون ته لږ تر لږه د پنځو کسانو مړي راوړل شوي دي. ښاغلي محمد ولي زیاته کړې ده چې په پېښه کې همداراز ۲۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د جمعې په ورځ هم د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې یوه چاودنه شوې وه چې په پایله کې د ارچي ولسوال او اووه تنه نور کسان وژل شوي ول. لا تر اوسه پورې د دغه برید پړه هم کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
ویل کیږي چې طالبانو ښايي د ژمې تر رارسیدو پورې خپل بریدونه په شدید ډول جاري وساتي. د ژمي له رارسیدو سره طالبان د هوا د سړیدو له کبله په خپلو بریدونو کې کموالی راولي.
اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۰۰۰۰۰ پورې بهرني ځواکونه میشت دي، خو پلان شوې ده چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانان ته وسپاري. له دې کبله چې په وروستیو وختونو کې افغان امنیتي ځوکونو د افغانستان د ډیرو برخو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي او د پخوا په پرتله ډیر له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جگړه کې ښکیل دي، د هغوی تلفات هم ډیر شوي دي.
په روانه اوونۍ کي ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونه هم د بیلابیلو پېښو په پایله کې وژل شوي دي. په روانه اوونۍ کې په فراه ولایت کې ۱۵ او په غزني کې څلور تنه امنیتي ځواکونه د افغان حکومت د وسله واله مخالفینو د کمینونو په پایله کې ووژل شول. پر دې سربیره په هلمند ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو پر یوه کمپ باندي برید وشو چې پایله کې یې څو تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.