1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتريياس: ځواکونه وباسو، خو سخت پسرلی مو په مخ کي دی

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياس وايي، سره د دې چي امريکايي ځواکونه د جولای په مياشت کي له هغه هيواد څخه په تدريجي ډول په وتلو پيل کوي، هغوی به وتوانيږي چي طالبانو ته ماته ورکړي.

https://p.dw.com/p/R9hd
په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيتريياس
په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيتريياسانځور: dapd

وروسته تر هغه چي جنرال پيتريياس په افغانستان کي د عمومي قومندان په توګه دنده په غاړه اخيستې دا يې لومړی ځل و چي کانګريس ته يې وينا کوله. هغه په خپله وينا کښي د بارک اوباما د هغه پلان ستاينه وکړه چي افغانستان ته يې ۳۰ زره اضافي عسکروليږل. هغه وويل چي ددې عسکرو په لېږلو سره د طالبانو څخه يې ډيري مهمي سيمي نيولي دي.

پيتريياس د کانګرس د پوځي چارو کميټې ته وويل :« لکه څنګه چي موږ برياوي لرو پر شاه تګ هم لرو. او کيدای سي لاس ته راغلي برياوي بيرته له لاسه ووزي»

هغه زياته کړه، طالبان کوښښ کوي چي د لاسه تللي سيمي بيرته تر خپل کنترول لاندي راولي، پداسي حال کي چي په دوبي کي به جګړه نوره هم تنده سي، هغه وويل. « زه په دي باوري يم هغه لاس ته راوړني چي موږ په 2010 کال کي لرلې وبه توانيږو چي زموږ کاميابۍ نوري هم پراخي سي.»

پيتريياس له خپل دې استدال سره چي په راتلونکي پسرلي کي د طالبانو د خونړيو حملو د انتظار سره سره د امريکايي سرتيرو کمول د پلان مطابق سرته رسول کيږي له يوې سختي ننګوني سره مخامخ دي.

David Petraeus
انځور: AP

د پخواني ولسمشر بيل کلينتن يو پخوانی مشاور، مارک شنايدر چي اوس په واشنګټن کي د نړيوال کړکيچ د ډلي نومي مؤسسي د رئيس مرستيال دی د پيتريياس د يادونو په اړه وويل:« دوې سناريو سمدلاسه په مخکي پرتې دي: يوه دا چي ښايي رښتيا هم د امريکايي سرتيرو زياتوالی د دې سبب سوي وي چي، طالبان له ځينو سيمو څخه وشړل سي. خو په عيني وخت له دغه زياتوالي سره د هغو په حملو کي هم زياتوالی راغلی دی. ځيني طالبانو شمال ته مخه کړې او د دغو سيمو په بې ثباتيو يې پيل کړی دی.»

پيتريياس د سنا جرګه ګۍ ته ددې خبري تائيد کړی چي د برياليتوبونو سره سره دا خطر موجود دی چي هغوی په پاکستان کي بيرته تازه نفس واخلي او د افغانستان په دننه کي پرمختګونه پر شا وتمبوي.

جنرال پيتريياس شک لري چي افغان امنيتي ځواکونه دي تر 2014 کاله وکړای سي د خيل هيواد امنيتي مسووليت په خپله غاړه واخلي.

له جګړي څخه د عامه ملاتړ کمزورتيا

په داسي حال کي چي، په افغانستان کي د متحده ايالاتو د وژل سوو سرتيرو شمير 1500 ته لوړ سوی دی او هر کال دغه جګړه د امريکايي ماليه ورکونکو لپاره څه د پاسه سل مليارد ډالره تماميږي، د متحده ايالاتو د خلکو ملاتړ د افغانستان له جګړي څخه وار په وار کمزوری کيږي.

Ein Soldat der ISAF in Nad Alis Front in Helmand Flash-Galerie
انځور: DW

د واشنګتن پست او ABC د تلويزوني شبکي د يو ګدې نظر پوښتني له مخه تقريباً دوه پر دريمه برخه امريکان وايي چي دا جګړه د ارزښت وړنه ده.

ولسشمر بارک اوباما چي خلکو د کار موندلو او بودجوي کسر تر فشارونو لاندي دی، کله چي د 2012 کال انتخاباتو لپاره ډګر ته وروزي نوموړو ستونزو او ننګونو ته بايد ځواب پيدا کړي.

د کانګرس هغه غړي چي د جولای په مياشت کي د زياتو امريکايي سرتيرو د ايستلو انتظار لري او هغه نور چي واييي بهرني سرتيري په افغانستان کي بايد تر ډيري مودې پاته سي، دواړه د افغانستان د راتلونکي په هکله انديښنه لري، حتي که چيري په پوځي ډګر کي برياليتوبونه هم لاس ته راسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل