پوليس: دوه تنه په خپلو باروتو والوتل او لارښود يې و نيول سو
۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبهد فراه ولايت امنيه قوماندان جنرال فقير محمد عسکر وايي چي، دوه تنه طالبان د باروتو د ډک واسکټونو د اغوستو پر مهال منفجرشوه.
د هغه په خبره پرته له دوﺉ دواړو نورچاته د سرزيان ندی اوښتي خوجومات يومخ ړنګ سوی.
هغه د المان ږغ راډيو سره په يوه تليفوني تماس کښي وويل:« د چارشنبې په ورځ ۱۰نيموبجو دوه تنه طالبان په ځان د انفجاريه موادو د تړلوپر مهال له منځه لاړه د مسجدملاامام چي د پيښي اصلي طراح دی د تيښتيي پر مهال پولسوونيوه»
د فراه امنيه قوماندان دخبروپه دوام وويل نيول سوي کس پوليسوته ومنله چي د بريدهدف يي امنييه قومانداني ول. خو هدف ته و نه رسېدل.
د پيښي د ځای يو تن اوسېدونکي چي ځان نوراحمد معرفي کوي وويل چي يو تن ځان وژونکی د نيول سوي ملاامام اخښی و.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.
د يو بل خبرله مخه طالب وياندقاري يوسف احمدي د هرات ولايت ترکمنستان سره سرحدکي د مين د انفجار او يو شمير پوليسو د مرګ ژوبلي ادعاکړې.
د ګلران ولسوال محمدداود نظامي پيښه تائيدکړې او ويلي يې دي چي د سه شنبې په ورځ د ترکمنستان پولي ته نژدې د تخته چاه سيمه کي دپوليسودګزمې يوموټر پر ماين وخوت ۳پوليس مړه ۲تنه ټپيان سوه.»
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: زيارمل