په 2009کال کې 110 ژورنالستان وژل سويدي
۱۳۸۸ بهمن ۲۳, جمعهد وژل سوو ژورنالستانو تعداد په 2009 کال کښي 110 تنو ته ورسيدی .
دغو ژورنالستانو کوښښ کاوه چې واقعيتونه روښانه او معلوم کي ، خو ددغو واقعيتونو په معلومولو سره يې خپل ژوند د لاسه ورکی . واسع احمد قريشي دپاکستان د اخبار خرڅولو په يوه دوکان کې ولاړ ؤ ،چه وويشتل سو . قريشي دوې ګولی پر سينه وه خوړې ، او روغتون ته د وړلو پر وخت يې په لار ژورنالستانو ساه ورکړه ، او په حق ورسيدی . خو تر اوسه پوري ددغه ژورنالست د وژل کيدو دليل ندی معلوم .
سربيره پردې د مکسيکو داکپريسونيس دي تولوم د ورځپاڼي مشر لوپيز ته خبرداري ورکول سوی ؤ ، چه دورځپاڼي د چاپ مرکز به يې سوځل کيږي او ته به هم ژوندی نه پاته کيږي .
دغي ورځپاڼي هميشه دلوړ رتبه دولتي مامورينود رشوت اخيستلو په اړه رپوټونه خپاره کول . يوه ورځ پر موټر سايکل سپاره يو چا دده په موټر حمله وکړه ،او دی پکښي د مينځه ولاړی .
د 110 ژورنالستانو څخه دغه دوه مثالونه فقط يوه نمونه ده ، خو اکثره نور يې هم په همدې ډول وژل سوي دي .
په ويانا کښي د مطبوعاتواو رسنيو بين امللي انستيتوت دغه پيښي راټولي کړي ، او پدې هکله يې کره پلټنه کړيده . دغه انستيتوت د کال 1051 ميلادي څخه راپديخوا د ژورنالستانو او د مطبوعو د خاوندانو د وژلو او زور زياتي په هکله پلټني کوي . ددغه انستيتوت يوه غړي نا اومي هونټ دوژل سوو ژورنالستانو د لست په هکله داسي وايې ،
«زما په فکر چې نړۍ د ژورنالستانو دپاره خطرناکه سويده ، او په خاص ډول په هغو ځايوکښي چې هلته کړکيچونه ډير وي .
د ژورنالستانو د وژلو دپاره خطرناکه هيوادونه يوازي عراق او افغانستان ندي ، بلکه فلپين ، مکسيکو ، سوماليه ، پاکستان ، کولمبيا ، روسيه ، او هندوراس هم دي .
په تيرو نژدې وختو کښي په مکسيکو کښي 11 ، په سوماليه کې 11 ، پاکستان کې 8 ، کولمبيا کې 6، او په روسيه او هندوراس کښي 6 ، ش6 ژورنالستان وژل سويدي .
ددغو ژورنالستانو په قاتلينو پسي ډير لږ تعقيب تر سره سوی دی . پدي هکله د مطبوعاتواو رسنيو د بين امللي انستيتوت غړی هونت داسي وايې ،
«په مکسيکو کښي حتی د قاتل د پيژندو يوڅرګند ليک د مړي د جسد سره پروت ؤ ، او دا په حقيقت کې په بين امللي سطح ټولو ژورنالستانو ته يو اخطار ؤ، »
خو پوښتنه داده چه ژورنالستانو څه غلطي کړيده ، چې په داسي حالتونو کښي د مرګ په څپو کښي لاهو کيږي ؟
ولفګنګ/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري