په یوه ټانکر کي له پټ سوو مهاجرو څخه دوه يې مړه سوي
۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعهد سربستان د يوه روغتون وياند د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي څلور مهاجر په يوه خالي ټانکر کي بې سده موندل سوي دي.
وياند ويلي دي چي په ټانکر کي موندل سوي کسان له لږ اکسېجن او سختي گرمۍ څخه بې سده سوي ول. له دغو مهاجرو څخه يو يې د چهارشنبې په ورځ او بل يې د چهارشنبې په ماښام مړه سوي دي. او د نورو دوو کسانو حالت اندېښمن دی.
دغه خالي ټانکر د سربستان د نووي ښار د تيلو ټانک ته نژدې درول سوی وو. د دغو موندل سوو مهاجرو دوه يې افغانان ښوول سوي دي.
سربستان په اصطلاح د بالکان پر مسير پروت هيواد دی چي له لاري يې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي په سونو زره مهاجرو اروپا ته ځانونه ورسول.
د دغي لاري له تړل کېدو سره سره بيا هم ځيني مهاجر له دې لاري اروپا ته د رسېدو تلاښ کوي. د دوی ډيری په مياشتو مياشتو په سربستان کي بند پاته وي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د سربستان په مهاجر کمپونو کي تر ۳۰۰۰ زيات مهاجر پراته دي. خو د يوه ځايي دولتي خبري آژانس د اټکلونو له مخي په دغه هيواد کي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پوري مهاجر په کمپونو کي پراته دي.
nz/sr (afp)
زموږ له آرشیف څخه: