1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په یونان کې یو ۱۷ کلن مهاجر وژل شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې یو ولس کلن افغان مهاجر د یونان په ساحلي ښار پاتراس کې د مهاجرو تر منځ په نښتو کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2xEYE
Flüchtlinge auf der Landroute Türkei-Griechenland
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

په دې پیښه کې یو شمیر نور مهاجر ټپیان شوي هم دي. د یونان راډیو او نورو ځایي رسنیو د پولیسو په حواله ویلي دي چې مهاجرو یو پر بل باندې په تیږو، سیخانو او چړو ګوزارونه کړي دي.

د مهاجرو تر منځ نښتې د جمعې په ورځ پیل شوې او د شنبې ورځې تر سهار پورې یې دوام وکړ.

پاتراس په یونان کې یو له هغو سیمو څخه ده چې ډیر شمیر مهاجر ورته له بیلابیلو هیوادونو څخه رسیږي. دغه مهاجر په دې سیمه کې ډیر په دې تمه چې ځانونه ایټالیا ته ورسوي وخت تیروي.