په یمن کې ځانمرگي برید لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي دي
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهاعلان
په يمن کې د نوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د لوړي کولو څخه څو ساعته وروسته د ولسمشرۍ ماڼې ته څیرمه يو ځانمرگی بريد تر سره شوی دئ. په دغه بريد کې لږ تر لږه د ۲۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دئ. د رپوټونو له مخې چاودیدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي ول. برید کوونکي غوښتل چې د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر سره د ولسمشرۍ ماڼې ته ورننوځي. کله چې امنیتي چارواکو د هغه د درولو هڅه وکړه نو هغه ځان وچاوه. دغه پیښه د یمن په سویلي ښار حضرموت، کې رامنځ ته شوې ده. په پیښه کې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د حضرموت په ښار کې د ابن سینا روغتون یوه تن چارواکي ویلي دي چې روغتون ته د ۲۰ انسانانو جسدونه راوړل شوي دي او د دې سربیره په لسگونو کسان ټپیان شوي هم دي. د القاعدې ترهگرې ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستي ده.