په گواتمالا کې زلزلې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژلي دي
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبهاعلان
په ګواتمالا کې د ریشتر په مقیاس ۷.۴ درجې زلزله شوې ده چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي. ویل کیږي چې ډیری وژل شوي کسان د کورونو تر ویجاړیو لاندې شوي دي.
زلزلې تر ټولو ډیر تاوان د «سن مرکوس» ایالت ته رسولی دی چې د مکسیکو پولې ته نزدې پروت دی. دا په ګواتمالا کې تر ۱۹۷۶ کال راهیسې تر ټولو پیاوړې زلزله ده. د ۱۹۷۶ کال زلزلې له شلو زرو څخه ډیر کسان وژلي ول.