په کوهاټ کې چاودنې اوه تنه وژلي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبهاعلان
د پاکستان په شمال لوېديځ کي د سړک د غاړي يوه ماین شپږ پوليس او يو ولسي کس وژلی دئ. د پوليسو په وينا دغه پېښه د کوهاټ په سيمه کي د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته سوه. امنيتي چارواکو ويلي دي چي دغه چاودنه د يوه ريموټ په مرسته سوې ده چي اصلي نښه ئې د پوليسو موټر وو.