«په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه»
۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبهد کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان دویچه وله ته وویل، دا بریدونه د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس کنډو، ناوې سیمې او دغه راز د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو پوستو باندې روان دي.
هغه وايي، پاکستانۍ غاړې په لویو توپونو د سرحدي ځواکونو پوستې ويشتلي، چې تر اوسه یې له امله د اوښتې مرګ، ژوبلې مالومات نه شته. فرید دهقان وايي، حکومت هم د پاکستان تر ډزو وروسته بالمثل عمل کړی دی. هغه وايي، له دغو مرمیو یې درې د کونړ په مرکز اسداباد کې هم لګېدلي دي.
ورته مهال، د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شویو مرمیو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه ژوبل دي.
دی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ مرکز اسداباد کې لګېدلي دي؛ خو جګړه اوس درېدلې ده.
د کونړ د مرکزي روغتون رییس ډاکټر عطاالله ساپی وايي، روغتون ته د یوه وژل شوي کس جسد او درې ټپيان وروړل شوي، چې ټپیانو کې دوه ماشومان دي.
هغه وايي، دا کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې پر کور یې مرمۍ لګېدلې وه.
د کونړ ولایتي شورا غړی محمد ساپی وايي د پاکستاني ځواکونو په ډزو یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی؛ خو مقابل لوري ته د مرګ، ژوبلې مالومات نه لري.
د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر، ملک خان باچا دویچه وله ته وویل، شاوخوا دوې بجې پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ په ناوه پاس کنډو او ناوې سیمو کې پر حکومتي پوستو د درنو وسلو بریدونه کړي، چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ نښته پیل شوې ده.
دی وايي، تر لېرې سیمو د پاکستان له لوري راویشتل کېدونکي توپونه لګېږي؛ خو تر اوسه یې د مرګ، ژوبلې په اړه مالومات نه لري.
پاکستانۍ غاړې تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی ورکړی.
دا په داسي حال کي ده چې روانه اوونۍ پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ څڅوبي کې یوه دروزاه جوړه کړې، چې د ولسي وګړیو غبرګونونه یې پارولي دي.
د سرحدي ځواکونو چارواکي هم مني چې د درو بابا په څڅوبي سیمه کې پاکستاني ځواکونو تازه دروازه جوړه کړې ده.
په ورته مهال جمهوري ریاست پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د نوې دروازې پر جوړیدو غبرګون ښودلی.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صديقي تیره ورځ په یو خبري ناسته کې د دور بابا په څڅوبي کې د پاکستان له خوا پر دروازې خبرې وکړې او وویل چې په ډيورنډ کرښه ورته سرغړاوی د منلو نه دی: »حکومت هیڅ وخت غلی نه دی پاتې شوی پر ډیورند کرښه دواړو لور ته ورته د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړیدل هیڅ د منلو وړ نه دي.«
څڅوبی د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ کې هغه غرنۍ سیمه ده، چې ډېر کله ترې ولسي وګړي د یوې جلا او فرعي لارې په توګه کار اخلي.