1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي د سولي د عالي شورا غړی تښتول سوی دئ

۱۳۹۰ بهمن ۹, یکشنبه

وروسته له هغه چي په قطر کي د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ د خبرو اترو د پيلېدو خبري راپورته شوې په کونړ کې د سولي د عالي شورا د يوه غړی د تښتولو خبر هم ورکړل شو دئ.

https://p.dw.com/p/13sca
د کونړ يوه سيمه
د کونړ يوه سيمهانځور: AP

چارواکو ويلي دي چې مولوي شفيع الله شفيع د جمعې په ورځ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې لا درکه شوي دئ. شفيع د سولي د عالي شورا غړی دئ.

شفيع تر دې دمخه د کونړ په گاونډي ولايت نورستان کې د ښووني او روزني رياست مشري پر غاړه لرله. هغه کونړ ولايت ته ځکه سفر کړی وو چې په دغه ولايت کې طالبان سولي ته راوهڅوي.

دا په داسي حال کې ده چې طالب مشرانو په قطر کې د خبرو اترو له پاره د يو سياسي دفتر پر پرانيستلو هم هوکړه کړې ده.

د سولي د عالي شورا يو بل غړي شهزاده شاهد، چې دا وخت د کونړ ولايت په مرکز اسدآباد کې د شفيع د راخلاصولوهڅي کوي ويلي دي چي شفيع هغه مهال وتښتول شو، کله چي له خپل موټر څخه راکښته شو.

د کونړ والي، فضل الله واحدي ويلي دي چې شفيع د سولي د عالي شورا د مشرانو له لوري يو ليک له ځانه سره درلود، چي هغه طالبانو ته ورسوي. طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کونړ د امنيې قوماندان، عوض نظري ويلي دي چې شفيع د خپل سفر په اړه چارواکي نه ول خبر کړي:

«هغه پرته له دې چې موږ ته خبر راکړي اسمار ته سفر کړی دئ. موږ نه پوهيږو چې هغه چيري او څنگه لا درکه شوی دئ.»

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل