په کوم هيواد کي کوم کار بې ادبي بلل کيږي؟
ایا غواړئ يو بل هيواد ته سفر وکړئ؟ که هو نو دې ته پاملرنه په کار ده چي ستاسو د سيمي يو عادي کار ښايي هلته بد ګڼل کيږي. که لاندنيو هيوادونو ته سفر کوئ نو دغه ټکي په پام کي ونيسئ:
آلمان
آلمانيانو له پاره وخت ډير ارزښت لري. دوی په دي مشهور دي چې په ټاکلي وخت ځان رسوي. کله چې يو څوک له چا سره وعده ولري او پنځه دقيقي ناوخته شی نو بيا بښنه غواړي او يا هم د تليفون يا ايميل له لاری پيغام ورکوي چې نه شی کولای په ټآکلي وخت راشي. آلمانيان پر وعده سوي وخت د ځان رسولو له پاره بعضي وخت حتی ځغلي هم.
فرانسه
په فرانسه کي خوندور خواړه دود دې. د ډوډۍ خوړلو ميز جوړول ډير ارزښت لري. د ډوډۍ خوړلو پر مهال شخوند بايد ونه وهل شي. د چرګ غوښه د لاس په ګوتو ونه خوړل شي، د کاهو پاڼي بايد په پنجې او کارد سره راواخلي. د ډوډۍ خوړلو په وخت کي ښه دا ده چې تر اخره و نه خوري او د خوړو په قاپ کي يو څه پريږدي.
آيسلند
مخکي له دې چې لمبا له پاره عمومي تالار ته ورځئ نو باید خپل بوټان وباسئ او ځان بربنډ کړئ. خپل بدن سم پريمنځئ له ټولو څخه زیات سر او د بدن نور غړي. کله چې مو غوښتل د اوبو ډنډ ته ټوپ ووهئ نو لومړي خپل بدن په صابون سره سم پريمنځئ. که داسی کار مو ونه کړئ نو په ايسلند کې به د عامه غسل او لمبا ځايونو کي د خلکو د غصي سره مخامخ شئ.
ترکيه
پام وکړئ! د لاس د غټي ګوټي ښودل له يو کلتور څخه بل کلتور پورې توپير لري. نو احتياط وکړئ، ځکه د غټي ګوتي ښودل تل د «هر څه ښه دی» په مانا نه ده. د ګوټي دا ډول ښودل په نږدي ختيځ هيوادونو کي بده مانا لري. په ترکیه کي د ِغټي ګوټی پورته او ښکته ښورول د همجنس بازانو په مانا ده.
متحده عربي امارات
د يو شمېر نورو مسلمانو هيوادونو تر څنګ په متحده عربي اماراتو کي د الکهول چښل په عموی لارو کي منع دي. جامو اغوستلو ته مو پام وکړئ او له حد نه ډير لوڅې جامې مه اغوندئ. ويل کيږي چي سميه ايز نارینه سره له دي چې هوا توده وی بیا هم لنډ پطلون نه اغوندي. له ښځو سره چې ستړې مشی کوئ نو تماس ورسره مه نیسۍ، بلکي لاس هم مه ورکوئ.
هند
کله چې ډوډۍ خورئ نو بايد پام وکړئ چې له ښي لاس څخه کار واخلئ او هم له يو چا سره د لاس ورکولو په وخت کي، چې د ستړي مشي له پاره چاته لاس ورکوي او که کوم شي ته اشاره کوئ هم بايد له ښې لاس نه کار واخلئ. په هند کي کيڼ لاس ناپاکه ګڼل کيږي.
چين
په چين کي کله چې څوک ميلمه وي نو کوربه له پاره تحفه وروړي. خو ګلان وړل دود نه دی. ځکه ګلان مړو ته وړل کیږي. د ډوډئ ميلمستيا ته کولای شئ د خپل هيواد د څکلو شربت يوسئ.
سينګاپور
دلته يوازي نظافت نه مراعات کیږي، بلکي سرغړونکې ته سزا ورکول کيږي. څوک اجازه نه لری چې چټلي په لار کې واچوي. څوک بايد پر سړک لاړي تو نه کړي په سینګاپور کې دغه ډول کارونه منع دي.
د امريکا متحده ايالات
په متحده ايالاتو کي چي کله په ټکسی کې ځئ يا کوم رستورانت کي ډوډئ خورئ نو بخشش ورکول دود دی. په رستورانت کې شل سلنه او په ټکسي کې پنخلس سلنه د کرايې بايد بخشش ورکړئ.
ايتوپيا
او په افریقا کې بايد سړی څه شي ته پام وکړي؟ د بيلګي په توګه يو بل ته د خوړو ورکول د ميني او محبت نښه ده.