په کولمبیا کې د کښتۍ د ډوبیدو له کبله نهه کسان وژل شوي
۱۳۹۶ تیر ۵, دوشنبهد یکشنبې په ورځ د کښتۍ د ډوبیدو په دې پیښه کې نهه کسان وژل شوي او ۲۸ کسان لا تر اوسه پورې لادرکه دي. پیښه د کولمبیا په شمال لویدیځه برخه کې رامنځ ته شوې ده.
ډوبه شوې کښتۍ المیرانتې، نومیده او د پیښې پر مهال د کولمبیا په ګواتیپ، سیمه کې په حرکت کې وه. د کولمبیا د انتوګوا، د ځایي حکومت د ناورین د مخنیوي ادارې مشرې مرګریتا مونسادا، ویلي دي: «اوس موږ په رسمي توګه لس مړي موندلي دي. شاوخوا ۲۸ تنه نور اوس هم لادرکه دي.»
د اور وژنې ادارې چارواکي بیرناردو مورالز، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «کښتۍ ډیره ژر ډوبه شوه. هر څه د څو دقیقو په جریان کې رامنځ ته شول.»
د کولمبیا پوځ ویلي دي چې اوس د هوایي ځواک یوه او د پوځ دوې څرخي الوتکې د ژغور له عملیاتو سره مرسته کوي. له کښتۍ څخه یوې ژغورل شوې ښځې ویلي دي: «هغه کسان چې کښتۍ په اول او دویم پوړ کې ول، ډیر ژر ډوب شول.»
هغې زیات کړې: «کښتۍ ډوبیده او یوازینۍ کار چې موږ کولای شو، د مرستې غږ وو.»
ځايي رسنیو ویلي دي چې اوس د سیمې په رغتونونو کې ۲۴ کسان تر درملنې لاندې دي. په ټولنیزو رسنیو کې د کښتۍ د ډوبیدو انځورونه خپاره شوي دي.
لا تر اوسه پورې د کښتۍ د ډوبیدو لامل روښانه نه دي.