1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کي بياديوې هوايي حملې په اثر ډير انسانان وژل شوي دي

۱۳۸۸ شهریور ۱۳, جمعه

د dpa په يوه رپوټ کي ويل کيږي چي په شمال کي دآلماني عسکرو دغوښتني پر اساس دتيلو پر دوو هغوټانکرانو باندي چي دطالبانو لخوا ولجه شوي وه، دبمباريو په اثر ښايي لږ تر لږه 90 کسه وژل شوي وي ...

https://p.dw.com/p/JR5M
په کندوز کي دتيلو پر ټانکرانو باندي د تيري شپې هوايی حمله
په کندوز کي دتيلو پر ټانکرانو باندي د تيري شپې هوايی حملهانځور: AP

خو دکندوز والي محمد عمر په لمړي سرکي هڅه وکړل چي دهوايي بمباريو څخه هيڅ خبره ونکړي .

دی وايي چاودنه هغه وخت رامنځته چي دطالبانو له خوا دتښتول شوو ټانکونو څخه خلکو تيل ولجه کول ،او بيا والي زياتوي چي دوژل شوو کسانو په جمله کي 45 کسه طالبان وه، او په دغه ډله کي څلور تنه چچينستانيان هم شامل وه چي هغوی هم په دغه پيښه کي سوځيدلي دي .

کله چي زموږ خبريال دافغانستان دننه دچارو دوزارت دوياند زمري بشري څخه دکندوز دپيښي په اړه پوښتنه کوي ، بشري وايي چي :

«ناټو ويلي دي چي دنړيواله سوله ساتونکي ځواکونو لخوا په دغه سيمه کي پوځي عمليات شويدي . او جګړن جان ستاک وايي چي په شمال کي دآيساف دځواکونو په غوښتني سره دغه هوايي بمباري تر سره شوي ،چي هدف دپاڅيدونکوله منځه وړل وه . او ډير شمير ياغيان هم ددغه عملياتو په نتيجه کي وژل شوي دي . »

په کندوزکي کوم آلماني عسکر چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي په دغه سيمه کي ځای پر ځای دي ، په لمړي سر کي يې د 56 وژل شوو کسانو څخه خبري کړي وې . دوی وايي چي تند لارو طالبانو په محلي وخت دشپې ددو بجو په شاوخواکي دکندوز ښار ته نژدې دتيلو څخه ډک دټانک دوې لارياني ديوې جعلي پوستي په تمثيلولو سره تصرف کړي دي . څنګه چي ددغه لارۍ موټرانو يو چلونکي د BBC يوه خبريال ته ويلي دي ، بايد طالبانوددوی ددوو ملګرو سرونه هم ورپريکړي وي .

پ

ه کندوز کي دالماني پوځونووياند وايي چي ښايي طالبانو غوښتل دتيلو ولجه شوي ټانکونه دچاردرې نا آرامي ولسوالي ته انتقال کړي . خو دشپې ددوه نيمو بجوپر شاوخواکي ددوی پر ضد عمليات پيل شوي دي .

په کندوز کښي د مړو دپاره قبرونه کښل کيږي
په کندوز کښي د مړو دپاره قبرونه کښل کيږيانځور: AP

دمحمداکبر په نامه دکندوز دحاجي احمدالله دکلي اوسيدونکی ، چيري چي دغه بمباري ترسره سوي دي،دآلمان دخبررسولو آژانس dpa خبريال ته وايي چي طالبانو دغه ولجه شوي تيل دنورو خلکو سره ويشل « هم طالبانو او هم نور عادي خلکو دولجه شو ټانکونو څخه بنزين اخيستل چي خپلو کورو ته يې يوسي، چي په همدې وخت کي ديوې جت اولو تکي لخوا دتيلو پر ټانکرانو باندي بمونه راوغورځيدل .

دافغانستان دامنيتي ځواکونو يو مسؤل چي نه غواړي نوم يې واخيستل سي ،وايي چي په دغه فاجعه کي د 200 په شاوخواکي انسانان وژل شوي يا ټپيان شوي دي . دی وايي چي په دغه کلي کي دطالبانو دلاس بري له امله ډير وخت به په کار وي چي سړی وپوهيږي څومره مقاومت کونکي او څومره ملکي خلګ په دغه پيښه کي وژل شوي دي .

په تيرو زمانو کي هم خاصتأدناټو دهوايي ځواکونو دعملياتو په وخت کي ډير ملکي خلک وژل شوي دي . داچي په افغانستان کي دناتو دځواکونو امريکايي لوی قوماندان جنرال ميک کريستال ددې څخه خبري کوي چي خارجي ځواکونه بايد پام وکړي چي په افغانستان کي دملکي وګړو دتلفاتو مخنيوي وسي، نو په کندوز کي دنن ورځي پيښي وښودله چي په جنګ کي « حلوا نه ويشل کيږي » ، او تر څو چي جګړې دوام ولري مړي به کيږي .

او هسي چي دملګرو ملتونو دټولني په يوه رپوټ کي ويل شوي يوازي دهمدې روان ميلادي کال دجنوري دمياشتي څخه دمی تر مياشتي پوري په افغانستان کي دناټو دهوايي حملو په اثر 800 ملکي وګړي وژل شوي دي . چي دتير کال په پرتله په دغه تلفاتو کي په سلو کي 24 زياتوالی ليدل کيږي .

Dpa/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري