په کندهار کي چاودني څلور ملکي وگړي ووژل
۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبهد کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، چاودېدونکي مواد په يوه رېړۍ کې ايښودل سوي ول او پړه يې پر وسلوالو طالبانو ور اچوي، ليکن تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کندهار په ميرويس روغتون کي يوه یو تن چي په پښو کي ټپي سوی او د پيښي په سیمه کي يې زوی هم ورک سوی دی له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په سودا رانيولو اخته وو، چي ناڅاپه يې د يوې درنې چاودني ږغ واوريد او بيا په ځان نه دى پوه سوى.
عبدالجبار وايي تر ځان يې په کوچني زوى ډېره خوا بده ده او په دې فکر کي دى، چې اوس به يې زوى په څه حال کي وي؟
«زه په ګنج کي په سودا رانيولو بوخت وم، چي يودم دز سو، په ځان نه يم پوه سوى، زوى او موټر سايکل مي هلته راڅخه پاته دي اوس حيران يم، چي زوى به مي چيري وي او په څه حالت کي به وي؟»
يو بل تن، چې کالي يې په وينو لړلي او د ميرويس روغتون دېواله ته ولاړ دى، وايي په دې پيښه کې يې ورور سخت ژوبل سوى دى.
د ده په خبره په دې روژه کې د بېګناه خلګو ويني تويول په هيڅ دين او کتاب کي جواز نه لري. دئ وايي، زما ورو نه په دولت کي وو، نه په طالبانو کې وو، يوازي يادي سيمې ته د ماشومانو له پاره د اختر څپليو رانيولو ته تللى وو:
«زما ورور ملکي سړى دى، د خپلو اولادونو له پاره د څپليو او خوراکي توکو له پاره تللى وو، له هغې خوامو په وينو سور راړو. دا په هيڅ دين کي جواز نه لري. طالبان دي، که هر څوک دي، بايد د بېګناه خلګو له وژولو او زخمي کولو څخه لاس واخلي، دا د مسلمانۍ کار نه دى.»
د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر داود فرهاد هم وايي، دوى ته ور وړل سوي ټول کسان ولسي خلګ دي. د فرهاد په خبره، د پيښي په قربانيانو کي ماشومان هم شامل دي. نوموړى وايي تر دې مهاله د پيښي له ځايه ٢٢ زخميان او ۴ مړي وروړل سوي دي:
«موږ ته ټول راوړل سوي کسان ولسي خلګ دي او هيڅ دولتي کس موږ ته نه دى راوړل سوى.» فرهاد زياتوي، چي په ژوبل کسانو کي د ۴ تنو حالت د اندېښنې وړ دى او له کندهاريانو څخه غواړي، چي له دوى سره د ويني مرسته وکړي:
«د يو شمېر کسانو حالت د اندېښنې وړ دى، له خلګو څخه هيله کوو، چي زموږ د وينې له بانک سره د ويني مرسته وکړي.»