په کندهار کي د روغتيايي زده کړو مرکز جوړيږي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبهد کندهارښارګڼ شمېراوسېدونکي هم دغه ګام د نرسانو او قابله گانو د روزني او تقويې لپاره گټوربولي او زياتوي، چي په کندهار کي دا مهال د نرسانو او ښځينه قابله ګانو د کموالي ستونزه ډيره ده.
د کندهار ښار د شپږمي ناحيې يو تن اوسېدونکئ چي د ياد مرکز په جوړېدو سره ډېر خوښ دئ ، خو غوښتنه کوي، چي د ياد مرکز لپاره بايد اړين امکانات برابرسي ، ترڅو په راتلونکي کي مرکز د ستونزو سره مخ نسي او په ترڅ کي يې د زده کوونکو زده کړي نېمګړي پاته نسي.
همدارنګه يو تن کارپوه او استاد وايي چي زيات شمير وګړي د روغتيايي خدمتونو د نشتون له وجهي د ډيرو ستونزو سره لاس اوګريوان دي، چي په ليري پرتوسيموکښي ډيری خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هاخوا بيا روغتيا پالان د روغتيايي مرکز او روزنتون جوړونه د روغتيايي اسانتياوو په برخه کي يو لوی پرمختګ بولي.
د هغوی په خبره دا مهال په ټوله سهيلي حوزه لکه کندهار،زابل ،ارزګان او هلمند ولايتونو کي د ډاکټرانو او نرسانو که ښځينه وي که نارينه د کموالي ستونزه زياته ده.
د يادوني وړده چي د روغتيايي زده کړو د ياد مرکز پر ودانۍ ټولټال ٢ ميليونه او اووه سوه زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID له خواورکول کيږي.
د يادي ودانۍ کار چي څه کم درې مياشتي کيږي شروع سوئ، د ۹ مياشتو په اوږدو کي به په دوو پوړو کي جوړه سي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل