1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي درې تنه علني محاکمه سول

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

په کندهار کي درې تنه ماشوم تښتوونکي په يوه علني محکمه په پنځلس پنځلس کاله بند محکوم سول. دغو کسانو يو ۱۱ کلن هلک تښتولی وو.

https://p.dw.com/p/16l9g
انځور: Fotolia/Sebastian Duda

په دغه علني محکمه کي تورنو کسانو د خپلو ځانو په حق کي دفاعي دلايل وړاندي کړل او زياته يې کړه چي  دوى به د خپلو ځانونو د سپيناوي له پاره تميز ته هم مراجعه کوي.

د کندهار د محاکمو رئيس دلاغا همت هم  د محکمې د پرې کړي د علانولو پرمهال وويل دا وروستۍ  فيصله  نه ده او طرفين کولاى سي چي پر دې حکم سربيره د تميز غوښتنه هم وکړي.

محکمې پريکړه وکړه: «استنافاً، د رايو په يووالي مو تعديلا او تشديدا داسي حکم وکړ چي تاسي درې نفره د يوولس کلن ماشوم سميع الله د حاجي شير محمد د زوى، د اختطاف په قضيه کي د انسان د اختطاف او قاچاق د قانون د شپږمي (٦) مادې د هدايت پر اساس هريو په جلا، جلا ډول په پنځلس، پنځلس کاله تنفذي بند په جزا محکموم سواست.»

کوچنى سميع الله چي تر علني محکمې وروسته يې له دويچه ويله سره خبري کولې وويل، دغو کسانو هغه مهال وتښتاوه، چي له خپل کور څخه د ښوونځی پر خوا روان وو.

د هغه په خبره دى تر تښتولو وروسته يوې توري زېرخانې ته يووړل سو: «سترګي يې را وتړلې، بيا يې يوې زېرخانې ته بوتلم ، يخي اوبه يې راکړي، بيا زه بيده سوم او په ځان نه يم پوه سوى. کله چي پر هوښ راغلم سترګي مي راروڼي کړې، پوليس راغلي دي ، دغه کسان يې نيولي او زه يې بيرته ښارته راوستم.»

نزدې شپږ مياشتي مخکي د کندهار امنيتي چارواکو ويلي ول، چي دغه کوچنى هلک يې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په سيمه کي له تښتوونکو څخه ژغورلى دى.

دغو درو سرو کسانو ته تر دې مخکي د کندهار لومړنۍ ابتدايي محکمې هم جلا، جلا د څوارلس، څوارلس کاله بند سزا غوښتنه کړې وه.

په کندهارکي ولسي خلګ د محاکمو له خوا دغسي کسانو ته په علني محکمه کي د سزا اورولو هرکلى کوي او زياتوي چي که چيري په محکمو کي يوشمير قاضيان خپل مسئوليت په سم ډول سرته ورسوي نو تر ډېره ځايه به د جرمونو ګراف راکښته سي.

د دوى په وينا په کندهار او د هيواد په نورو سيمو کي ځکه د جرمونو ګراف ورځ تربلي لوړيږي، چي په خبره يې په پيښو کي لاس لرونکي کسان يا نه نيول کيږي او که نيول کيږي هم نو د لازمي سزا د ګاللو پرځاى د يوڅو پيسو په بدل کي په سرو سترګو بې پروا ګرځي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل