په کندز کې ۱۳عسکر وژل شوي دي
۱۳۹۵ مهر ۶, سهشنبهرویټرز خبري آژانس د کندز د پولیسو د یوه جگپوړي قوماندان شیر عزیز کامه وال، په حواله ليکلي دي چې دوه عسکر چې پرې د وسله والو طالبانو سره د تړاو شک کیږي تیره شپه د برید د تره سره کولو وروسته له یاغیانو سره یو ځای شوي دي.
خو اسوشېتد پرس خبري آژانس بيا د کندز د والي وياند محمود دانش، له قوله ليکلي دي چي وسله والو طالبانو پر دغي پوستې بريد کړی دی.
هغه ويلي دي چې په پوسته کي ۱۵ تنه عسکر ول چې دوو تنو يې له وسله والو طالبانو سره اړیکي لرلې او د بريد لاه پاره يې لاره اواره کړې وه. دانش د وژل شوو عسکرو شمېر ۱۳ ښوولی.
د دانش په خبره دغه پېښه تېره شپه تر کندز ښار دباندي شوې ده او ياد دوه عسکر له ياغيانو سره یوځای شوي دي.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي وياند رسنیو ته ويلي دي چي بريد دوی کړی دی.
د رپوټونو له مخې دغه پوسته یوه له هغو ډیرو پوستو څخه ده چې د کندز د حلقوي سړک ساتنه کوي. دغه سیمه یو کال مخکي لنډه موده په بشپړه توگه طالبانو نيولې وه. دا لومړی وار وو چې تر ۲۰۰۱م کال وروسته دې طالبانو د کوم ولایت مرکز نیولی وي.
په اصطلاح د داخلي بریدونو له ستونزې سره دواړ افغان او نړیوال ځواکونه مخامخ دي، چې یو پر بل باور او مورال یې تر پوښتنې لاندې راوستې دی.
تر دې دمخه هم په یو شمیر پوستو او پوځي اډو کې ورته پیښې رامنځ ته شوي دي. د کندز د نوې پیښې په هکله لا تر اوسه ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي.
نور مطالب