په کلورادو کي ۳۲ زره انسانان په تېښته کي دي
۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبهاعلان
د امریکا د متحده ایالاتو په کلورادو کي د ځنګلونو د اور اخیستلو له امله د ځايي رسنیو په حواله په سوونو زره انسانان د تېښتي په حال کی دي. د دینور پوست په نامه ورځپاڼي خبر ورکړی دئ، چي د سخت باد له امله د اور د لمبو د زیاتېدو له کبله د کلورادو سپرینګس په شمال لوېدیځ کی ۳۲ زره انسانان دې ته مجبور سول، چي خپل کورونه پرېږدي. همدارنګه یوه هوايي پوځي اډه هم باید خالي سوې وای. د دغي اور لګېدني له امله ډېری کورونه خراب سوي دي. د ۲۰ مکعب کیلومتره په مساحت مځکه کي د اور لمبې راګرځي، خو اطفائيې یوازي د هغه یوه کمه ساحه تر کنترول لاندي راوستلې ده.