1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچۍ کې د تحریک انصاف مشره ووژل شوه

DW (AP, AFP)/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړې سیاستواله زهره شاهد حسین، د کراچۍ په ښار کې په ډزو وژل شوې ده. د هغې د وژلو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/18ad8
انځور: Reuters

زهره شاهد حسين، د پاکستان د سندهـ د آيالت د تحريک انصاف د ګوند د ښځو د څانګې مرستیاله وه. د پوليسو د څرګندونو له مخې په هغې باندې د شنبې په ماښام (د ۲۰۱۳م کال د مې اتلسمه) د خپل کور مخته درو وسلوالو کسانو بريد وکړ چې په سر کې د ويشتل کېدو له امله مړه شوه. په دې اړه ضد او نقیض رپوټه شته چې آیا هغه ترور شوې ده او که د غلا د کومې پیښې قرباني ګرځیدلې.

د کراچۍ له ۲۵۰ انتخاباتي مرکزونو څخه په ۴۳ مرکزونو کې د يکشنبې په ورځ د درغليو د تورونو له کبله بيا ټاکنې تر سره کيږي. متحده قومي مومنټ له بيا ځلی ټاکنو سره بايکاټ اعلان کړی دی. 

د پاکستان «ټو ډی» د ورځپاڼې د رپوټ په حواله زهره شاهد حسین، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټ ایښودونکو له جملې څخه شمیرل کیږي. د پولیسو د وینا له مخې برید کوونکي په تيښته بریالي شوي دي.

د قتل تور په متحده قومي مومنټ پورې شوی

د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان، د ټویټر د انټرنیټي شبکې په یوه پیغام کې ویلي دي چې دغه پیښې ټول ګوند ته ټکان ورکړی دی. عمران خان البته د متحده قومي مومنټ مشر، الطاف حسين په دغه قتل تورن کړی دی.

عمران خان ویلي دي: «زه د دغه قتل له پاره په مستقیما توګه الطاف حسین مسوول ګڼم، لکه څرنګه چې هغه په څرګند ډول د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو او مشرانو ته د خپرونو له لارې ګواښونه کړي وو.»

په نزدې ورځو کې الطاف حسین یوه بیانیه ورکړې وه، چې زیاتره پاکستانیان هغه د متحده قومي مومنټ د رقیبو ډلو پر ضد سیاسي تشدد ته لمسونه بولي. خو الطاف حسین بیا پر دې خبره ټینګار کوي چې له دغې تبصرې څخه بل ډول تعبیر اخیستل شوی دی. د زهره شاهد د ترور څو ساعته وروسته د متحده قومي مومنټ مشرانو یوې خبري غونډه کې په دغه وژنه کې خپله ښکیلتیا رد کړه او د عمران خان څخه یې وغوښتل چې خپلې خبرې بیرته واخلي.

په کراچۍ کې بیا رایه اچونه

د مې د میاشتې پر یوولسمه نیټه په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د کراچۍ په یو شمیر سیمو کې د بیا رایې اچونې امر کړی دی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند او مذهبي ډلې جماعت اسلامي مذهبي د ټول هیواد په کچه په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو پر ضد احتجاجونه په لاره اچولي وو.

د کراچۍ په ښار کې د تحریک انصاف او متحده قومي مومنټ د ګوندونو تر منځ ترینګلتیا موجوده ده. متحده قومي مومنټ په ټاکنو کې د درغلیو تورونه رد کړي دي او د بیا رایې اوچونې څخه یې بایکاټ اعلان کړی دی.