1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کي يو درست ښار له اوره تښتي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د کاناډا په البېرتا ولایت کې په ځنگل کې ویجاړونکی اور لگیدلی دی. اور اوس د فورت مېک موري ښار ته نزدي کیږي. البېرتا د کاناډا د تیلو د صنعت زړه بلل کیږي. په لسونو زرو کسانو ته ويل شوي چي له سیمي ووځي.

https://p.dw.com/p/1IhSP
په کاناډا کي د فورت مېک موري سیمه
انځور: Reuters/Courtesy CBC News

د البېرتا ایالتي لومړۍ وزیري راشل ناتلی، ویلي دي: «دا د دې ولایت په تاریخ کې تر ټولو ستره تخلیه ده.» د هغې په خبره په ځنگل کې د اور لگیدنې له کبله په لسونو زره کاناډایان په تیښته دي.

چارواکو په ځانگړې توگه د فورت مېک موري تر ۱۰۰ زرو زیاتو اوسیدونکي څخه په بشپړه توگه د ښار د خالي کولو غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه کسان ۲۰ کیلومتره ليري خوندي سرپناو ته ولیږدول شي. په سړکونو کې د موټرو اوږده کتارونه دي او لارې بندې دي.

د اور لمبې د فورت مېک موري پر لور رواني دي
د اور لمبې د فورت مېک موري پر لور رواني ديانځور: Reuters/Courtesy Kangen Lee

د ښار د سویلي څنډې ځیني کورونه تر مخه لا د اور په لمبو کې سوځیدلي او ډېر د تیلو ټانکونو هم اور اخیستی دی. ډيري اور وژونکي الوتکې، څرخۍ الوتکې او تر سلو زیات د اطفایې موټران د اور وژلو هڅي کوي. له پوځ څخه د ملاتړ غوښتنه هم شوې ده.

د کاناډا حکومت مشر جستن ترودو، د مرکزي دولت د مرستي وړاندیز کړی دی. د فورت مېک موري ایالتي لومړۍ وزیري ویلي دي چې تر اوسه پوري کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې او د تیلو دستگاوو ته هم کوم زیان نه دی اوښتی. البېرتا د دغه هیواد د تیلو د صنعت مرکز دی.

له فورت مېک موري څخه د وتلو لار.
له فورت مېک موري څخه د وتلو لار.انځور: picture-alliance/AP Photo/The Canadian Press/Greg Halinda

تر يوه معتدل ژمي وروسته دغه سیمه له بې سارې وچکالۍ سره مخامخ وه. د سه شنبې په ورځ دغه ځای کې د تودوخې درجه ۳۰ سانتي گراد ته رسیدلې وه. اور په سویل کې د اوسیدونکو یوه لار بنده کړې چې د ښار په شمالي څنډه کې یې د تیلو شرکتونو کمپ ته پناه وړله. راشل ناتلی دا خبره منلي ده چې په دغه ځای کې یوازې ۶۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړل شوي دي.

په دغه ولایت کې له یو ډول شگو څخه نفت ترلاسه کیږي. زیاتره تولیدي دستگاوې د فورت مېک موري په شمال او ختیځ کې موقعیت لري.