په کابل کې چاودنې څلور سرتیري وژلي
۱۳۹۷ آذر ۲۰, سهشنبهیوه لوړپوړي افغان چارواکي وویل چې د پلازمینې کابل په مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې څلور سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور بیا ټپیان دي.
نوموړي چارواکي وویل چې د سه شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې پر ۱۱ نیټه) د ملي امنیت پر عملیاتي ځواکونو باندی برید شوی دی خو د پیښې په هکله یې نور جزئیات ور نه کړل. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم د دې پیښې پخلی وکړ.
د دې برید مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو اسلامي دولت یا داعش او همدا راز طالبان په پلازمینه کابل کې وخت نا وخت پر حکومتي او امنيتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.
بل لوري ته په جنوبي کندهار ولایت کې وسلوالو طالبانو د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې په پایله کې یې اته پولیس سرتیري وژل شوي دي. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د پیښې په هکله وویل چې په دې وسلواله نښته کې ۱۱ یاغیان هم وژل شوي دي.